ریسرچ وېبپاڼه: له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، امریکا تر ۳۰میلیونو ډېر انسانان وژلي دي

کابل ټکی کام ۲۵لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
کاناډايي ګلوبل ریسرچ وېبپاڼې راپور خپور کړی دی چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا ۳۰میلیونه انسانان وژلي دي، او لا هم امریکا په دې بوخته ده چې د افغانستان او عراق په څېر کمزورو هېوادونو ته خپل سرتیري استوي.
په راپور کې راغلي دي چې ۹۸۰۰امریکايي سرتیري په افغانستان کې او ۳۵۰۰سرتيري په عراق کی شتون لري.
راپور زیاتوي چې «د جان مکین سناتوران غواړي تر څو د سوریې د جګړې لپاره ۲۰زره سرتیري واستوي، خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا دا ډول نظامي مرستې او ملاتړ د نورو ولسونو لپاره خونړی ثابت شوی دی.»
راپور همدا شان وایي، امریکایي ولس نورو هېوادونو ته د خپلو سرتېرو په لېږد باندې اندېښمن دی.
راپور وايي چې «امریکا تر اوسه پورې له ۳۰میلیونو څخه ډېر انسانان وژلي دي چې له همدې جملې څخه ۹۰سلنه ملکي وګړي دي.»
راپور کې راغلي دي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ۲۰۰۱م کاله پورې په ټوله نړۍ کې ۲۴۰جګړې را منځته شوي دي چې ۲۰۱جګړې یې د امریکا له لورې شوي دي، له همدې نېټې وړاندې ۲۷میلیونه انسانان وژل شوي دي، چی د افغانستان او عراق هېوادونو وژنې پکې نه دي حساب.



