ننګرهار : بهرنیانو شپنیو عملیاتو کې درې تنو کلیوالو ته مرګ او ژوبله اړولې

ننګرهار (کابل ټکی کام چهار شنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل):
بټي کوټ ولسوالۍ نه مو خبر ترلاسه کړ چې ددغې ولسوالۍ اړوند چهاردهي سیمه کې بهرنيو خاصو ځواکونو د ولسي خلکو په کورونو چاپې وهلي دي .
د خبر له مخې د دغې چاپې په مهال ۱ تن کلیوال وژل شوی او دو تنه نوريې ټپیان شوي دي .
دغه عملیات تېره شپه ۲ بجې امريکايي خاصو ځواکونو او افغان ملي ځواکونو په ګډه ترسره کړي دي.
له سیمې نه خلک وايي، چې بهرنيو ځواکونو د عامو خلکو کورنه پلټلي دي، او دوه تنه ټپیان شوي کلیوال يې له ځان سره بېولي دي .
د یادونې وړ ده چې د غبرګ حکومت په راتلو سره دلته په افغانستان کې بهرنيو ځواکونوته د شپنیو عملیاتو لپاره رسما اجازه ورکړ شوې او پرېکړه شوې ده، چې د عامو خلکو وژونکو بهرني ځواکونه به د عدلي او قضايي تعقیب لاندې نه راځي .
سلیم بریال



