افغانان دټاپي پروژې پېل په هېواد کې دامن پېل بولي

تېره ورځ په ترکمنستان کې دټاپي پروژې په رسمي توګه پېل وشو، چې دافغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان صدر اعظم نوازشريف هم په پرانستې غونډه کې ګډون کړی و . خپله افغانان او دسياسي چارو شنونکي دټاپيپروژه په افغانستان کې دامن او داقتصادي پياوړتيا پورې تړلې پروژه بولي، چې په هغه ولايتونو کې لکه، هرات، پروان، هلمند او کندهار څخه چې دګازو پايپ لاين تېرېږي، د يادو ولاياتو په غونډو کې د تړون له مخې دپايپ لاين دساتنې او امنيتي ساتونکو حل لاره هم موندل شوې ده . له ارګ څخه په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې دهېواد امنيتي پوځونه دپايپ لاين د ساتلو توان لري. بله دا چې د مادي ګټو ترڅنګ معنوي ګټې هم لري، چې ديادو ولاياتو دامن سره به دهېواد په نورو ولاياتو کې هم امن راشي . بې روزګارو ځوانانوته به د روزګار زمينه برابره شي. دافغانستان څخه دګاز دنل ليکي داجرا لپاره فرانسوي شرکت ټوټال، روسي آرټي ګلوبال او دچين دليکو شرکت خپل چمتوالی ښودلی دی.
دټاپي پروژې په اړه شايد په راتلونکې مياشت کې په دوبۍ او له هغې وروسته بيا په کابل کې غونډه وشي او چې کوم شرکت دټاپي پروژې د اجرا نل ليکي دغځولو لپاره ونډه ترلاسه کړه، دهغو سېمو چې نل ليکه پرې تېرېږي، امن به وساتل شي؛ ځکه چې دافغانستان ګاونډيوهېوادونو پاکستان، هند او ايران ددې پروژې څخه هم ګټه ترلاسه کوي. ځني مادي او ځيني پکې معنوي ګټې لري.ددې (۸) ملياردو ډالري پروژې موافقه په ۱۹۹۸ز کال افغانستان دترکمنستان سره لاس ليک کړې وه، ځينې راپورونه دا هم څرګندوي چې دطالبانو دحکومت په دوران کې دهغه وخت دبهرنیو چارو وزير وکيل احمد متوکل او دترکمنستان بهرنيو چارو پخوانی وزير بوريس شيخ مرادوف ترمنځ په ۱۹۹۷ ز کال کې موافقه شوې وه؛ خو هغه وخت ددې پروژې ټول لګښت او يا داچې افغانستان ته به يې څومره کلنۍ ګټه رسيږي نه وه څرګنده شوې.
اوس څرګنده شوه چې يوازې دترانزيټ دلارې به يې افغانستان ته ۳۰۰ميليونه ډالره ګټه رسيږي، چې یوازې افغانستان نه؛ بلکې پاکستان ته به يې دهند دفاضلیکا سیمې پورې درسيدا ګټه ورسېږي.دا پروژه چې ۳۰ کاله قرارداد يې لاس ليک شو ،افغانستان به په لومړیو لسو کلونو کې (۵۰۰) میلیونه په دوهمه لسیزه کی یو میلیارد او په دريمه لسيزه کې یونیم میلیارده مترمکعب ګاز له ترکمنستان څخه پلوري.
ايران، پاکستان او چين هم په افغانستان کې ددې پورژې دکاميابۍ لپاره ژمنې کړي دي. پاکستان خو به يې ځکه دامن ژمنه کوي ، چې ګټه يې هم ورته رسيږي .
په ۱۳۹۷ کې ددې پروژې دکار اجرا لپاره بریداس او يونيکالکمپنيو خپل نومونه ثبت کړي وو .خو يوازې درې يادې کمپنۍ او شرکتونه يې کار په غاړه مني.
په تېرو ۳۶ کالو کې دا يوازينۍ موافقه وه، چې په افغانستان کې به دسولې ، امن او ولس په ګټه تمامه شي.
ان شاءالله



