کرکټ: افغانستان او بنګله دېش نن ماښام پايلوبه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۷) د افغانستان او بنګله دېش د ملي لوبډلو تر منځ نن د پنجشنبې په ماښام د درې يو ورځينو شل اوريزو لړۍ وروستۍ لوبه کېږي.

دغه پايلوبه چې د افغانستان پر وخت اووه بجې پيلېږي د يک تلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

د شل اوريزو لوبو د دغې لړۍ دوه مخکینۍ لوبې د هند په دهرادون ښار کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوې افغان لوبډلې په خپل نوم کړې.

د کرکټ بوډ مطبوعاتي مسئول فريد هوتک وايي، افغان لوبغاړي د روانې لړۍ پايلوبې لپاره پوره چمتووالی لري او تمه ده چې په ننۍ لوبه کې هم ښې لاسته راوړنې ولري.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان او هندوستان ملي لوبډلې د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د لومړي ځل لپاره د پنځو ورځنيو ټيسټ لوبو لړۍ پيل کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button