(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۷) د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودېدو له کبله شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، پرون ماذيګر د يادې ولسوالۍ مربوط د ډاګو په سيمه کې د هاوان يوې مرمۍ چاودنې کړې چې په ترڅ کې يې يوه مېرمن او د هغې خاوند وژل شوي او څلور ماشومان ټپيان دي.
وژل شوی تن شيرمحمد نومېږي او په پېښه کې د هغه څلور ماشومان چې ټپيان دي عمرونه يې له لس تر شپاړلس کلونو دي چې يو يې د جلال اباد حوزوي روغتون ته وړل شوی او د نورو درملنه په سيمه ييز روغتون کې روانه ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مرمۍ له کومه پیدا شوې خو ځايي سرچينې وايي څه موده مخکې په ياده سيمه کې د حکومتي ځواکونو له لوري پر طالبانو د هاوان بريدونه شوي و ښايي له هماغې راهيسې پاتې وي.
په افغانستان کې وخت ناوخت د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د هاوان مرميو لګېدو له کبله هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.


















