حمزه حسیني
که تاریخي صحنو ته ژور فکر وکړو او د زړه په سترګو یې وګورو؛ دا پرېکړه کولی شوو چې د برحقې داعیې پر وړاندې د باطل هره دسیسه ناکامه ده او الله تعالي حق پرستو ته په هر ډګر کې کامیابي ور په برخه کړې ده.
د دې لپاره یو مثال وړاندې کوم، فرعون (علیه اللعنة) متکبر انسان او په کفر کې دې حد ته رسېدلی و چې ځان ته یې د خدایي نسبت کاو (العیاذ بالله) ، بني اسرائیلو نه یې غلامان او خادمین جوړ کړي وو او په دوی یې چې کوم مظالم ترسره کړي؛ په هکله یې قرآن عظیم الشان ژور بحث کړی دی.
خو دغه متکبر فرعون (علیه اللعنة) د یو داسې چا له لاسه شکست خوري چې د ده په کور کې رالوی شوی، پالنه او روزنه یې ده کړې خو کله چې نوموړی کس(موسي علیه السلام) فرعون ته د حق د منلو وړاندیز کوي، هغه له انکار سره سره د یو چیلنج اختار ورکوي.
خو دا چې نوموړی کس (موسي علیه السلام) د رب العلمین نیازبین پیغمبر دی، دعوه یې بر حقه ده؛ نو الله تعالي په ټولو پړاوونو کې کامیابي ورکړه او فرعون یې سره له لښکرو نېست او نابود کړ او د اینده نسل لپاره یې د عبرت نومونه وګرځاوو.
په اوسني دور کې هم د وخت سترې فرعوني څېرې د حق پرستو د تذلیل او شکست ورکولو خیالي خوبونه ویني او په اړه یې رنګا رنګ دسیسې جوړوي؛ لله الحمد د الله جل شانه په کامل نصرت یې ټولې دسیسې شنډې شوي دي.
سږکال د امریکا نوي ولسمشر ”ډونالډ ټرمپ“ هڅه وکړه تر څو طالبان چې د برحقې داعیې مدعیان دي، له نظامي اړخه سربېره له مذهبي اړخه هم شکست ورکړي، الحمدلله طالبانو ته الله تعالي په ټولو ډګرونو کې علي العموم او په دغو ذکر شوو دواړو ډګرونو کې یې علي الخصوص، کامیابي ورکړه او د کفري نړۍ ټولې په کار اچول شوې شمومې دسیسې یې ناکامه کړلي.
هو کې! د هغو علماؤ به د قیامت په ورځ د الله تعالي حضور کې څه ځواب وي چې د څو ډالرو په بدیل یې د ”جان نیکولسن“ پروژه پر مخ یوړه او د سپېڅلي جهاد په اړه یې بې دینه فتوي صادره کړه.؟
مسلمانانو وروڼو! مونږ کامیاب یوو خو باید له دې سره سره خپل رب جل جلاله ته متوجه شوو؛ ځکه دا ټولې بریاوې د پالونکي څښتن جل شانه کامل نصرت وو، مونږ باید په دغو بریاوو شیطاني وسوسو ته ځای ور نه کړو، وخت راتلونکی دی چې ټول هیواد کې به قرآن حاکم، شرعي نظام نافذ او سپین محمدي بیرغ به په هسکه غاړه رپاند وي ان شآءالله.


















