کندهار هوايي ډګر ته استول شوي پلاوي د برید وجه د امنیتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ نه شتون وښود

کابل ټکی کام ۲۵لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر باندې ډله ییز سرتیري بریدونه ترسره کړل چې د ۲۹ساعتونو په دوام سره یې ۲۵۰خارجي او داخلې عسکر ووژل او ګڼې الوتکې او شوبلې یې وسوځولې، ولسمشر اشرف غني یې په اړه سخته خواشیني ښکاره کړه او د کندهار هوايي ډګر ته یې یو لوړ پوړی پلاوی واستوو تر څو د برید اصلي عامل مالوم کړي.
یاد پلاوي نن له رسنیو سره د برید په هکله راوړي مالومات شریک کړل.
د پلاوي مشر او د ولسي جرګې غړي عبدالحي اخندزاده، او ورسره د ولسي جرګې نور غړي (عطاء الله حبیب، زاهد الماس او شکریه عیسی خېل)
زیاته کړه چې تېره ورځ یې د کندهار د قربانیانو د کورنیو له غړو سره خبرې وکړې او همدا شان یې د کندهار د هوايي ډګر د هغو برخو څېړنه وکړه چې د طالبانو له لورې پرې ډله ییز بریدونه شوي وو.
ده وویل چې «په خپله د دوکانونو موقعيتونه هم ناقانونه وو، د هغوى لپاره هېڅ طرزالعمل او چوکاټ اصلاً موجود نه وو، او ډېری دکاندارانو د واسطې له لارې په بازار کې خپل دکانونه جوړ کړي وو.»
ده همدا راز وویل چې د یوه ارګان تر قومانده لاندې څارنه نه کېده بلکې د نورو امنیتي ارګانونو استازي هم پکې شامل وو.
ده همدا راز وویل چې هوايي ډګر ته د شرکتونو کارکوونکي او دکانداران په غیر قانوني توګه تګ را تګ کاوو.
ده وویل چې د کندهار هوايي ډګر د امنيتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ نشتوالي، غفلت او د شرکتونو ناقانونه فعاليت پر هوايي ډګر د وسله والو مخالفينو بريد ته زمينه برابره کړې وه.
ده ویل چې د برید پر مهال د ملي اردو ځانګړو قطعاتو ته د عملیاتو اجازه نه وه ورکړل شوې چې د ډېرې مرګ ژوبلې لامل ګرځېدلې.
اخوندزاده همدا شان وویل چې د ملي اردو د ۲۰۵اتل قول اردو قومندان جنرال داؤد شاه وفادار په عصبي ناروغۍ اخته دی، د خپلې سرزورۍ له کبله د چا خبره هم نه مني، د ده له قوله چې ډېری ملکي وګړو ته مرګ ژوبله د ده د ناسمې قومندې له کبله را منځته شوې ده.
ده وویل چې ولسې جرګې او ولسمشر ته به د یاد قومندان د لرې کولو وړاندیز وکړي، ده وویل که دا کار ونشي نو کندهار به هم د هلمند رنګ غوره کړي.
اخوندزاده د کندهار د کشفي ارګانونو باندې د نیوکې تر څنګ وویل چې د برید په اړه یې هیڅ مالومات نه درلودل.
ده وویل چی لا هم زمونږ څېړنې نه دي بشپړې شوي، خو دومره مو مالومه کړې چې طالبان لکه مزدوران بې وسلو هوايي ډګر ته ننوتلي دي او وسلې یې دننه په هوايي ډګر کې ترلاسه کړي دي.



