پاکستان د سعودي په خپلسرۍ باندې غوسه شوی

 کابل ټکی کام ۲۵لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د سعودي عربستان ځینو دولتي رسنیو خبر ورکړی چې له وسلوالو ډلو سره د مبارزې لپاره ۳۴ اسلامي هېوادونو د دغه هېواد په مشرۍ د یوه پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی دی.
ویل کیږي چې په یاد نوملړ کې د پاکستان نوم هم راوړل شوی دی چې د پاکستان پلازمینې اسلام اباد غوسه یې راپارولې ده.
طاهر مشهدي رسنیو ته ویلي دي چې «مالومه نه ده چې عربستان د کومې موخې لپاره د ۳۴اسلامي هېوادونو په نوم لړ کې د پاکستان نوم شامل کړی دی، او ادعاء یې کړې چې یاد هېوادونه د ترهګرۍ ضد ایتلاف کې ګډون لري.»
مشهدي د عربستان د یاد اقدام سره سخت مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام د اسلامي امت تر منځ د اختلاف اچونې لامل ګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button