برېښنا شرکت د خپلو پوروړو ادارو نوملړ په ډاګه کړ

(کابل ټکی کام چهار شنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل):

د افغانستان برښنا شرګت وايي؛ دولت يې په میلیاردونو افغانۍ پوروړی دی،او خبرداری يې ورکړی که هر ه پوروړې اداره خپل پور اداء نکړي؛ له دریو تر پنځو سلنو پورې به د دې شرکت له لوري پرې نغدي جریمه ولکېږي .

د برېښنا دغه شرکت رسنیو ته د هغو دولتي ادارو نومونه په ډاګه کړل چې له دوی څخه په لويه کچه پوروړي دي.

د شرکت مسؤلین وايي چې په څو واره يې له پوره وړو ادارو د برېښنا لکښت ورکولو غوښتنه کړې خو دوي تر دې مهاله کومه څرګنده لیوالتیا نه ده ښودلې .

په دغه نوم لړ کې دا ځل د برېښنا شرکت هغه «۲۵» دولتي ادارې  ذکر کړي دي؛ کومې چې د دې شرکت «۲،۷»  میلیارده افغانيو څخه زیات پوره وړي دي .

په دې نوم لړ کې د وزارتونو ترڅنګ نور ګڼ شمېر  هغه دولتي ریاستونه شامل دي چې د برېښنا شرکت له کلونو راهيسې لګښت نه دی ورکړی .

د هغه جدول له مخې چې د برېښنا شرکت پورړي دي د کاونونو وزارت، ترانسپورت، کورنیو چارو، کرهڼې مالدارۍ، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعاتو کلتور، قومونو قبایلو، نشه یي توکو، کار ټولنیزو، ټولګټو او مخابرات هغه وزارتونه یاد شوي دي چې  د بردي چې د بریښنا شرکت پوروړي دي.
د دې تر څنګ، ستره محاکمه؛ملي تلویزیون؛ ولایتي شورا؛ کابل ښاروالۍ؛ د هوتلونو تصدي ګانې؛ د اوبو رسولو ریاست؛ زندانونه؛ افغان تیلي کام؛ د کاماز ریاست؛ د افسوټر ریاست هم هغه ادارې دي چې د بريښنا شرکت پور يې نه دی ادا کړی.
دغه راز د برېښنا شرکت خبرداری ورکړی وايي؛ د ډالرو د لوړوالي له امله د برېښنا په بیه کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی .

د شرکت مسؤلینو همدارنګه خبرداری ورکړی، که  چیرې پوروړي خپل د برېښنا پاتې لګښتونه پر خپل وخت ورنکړي؛ نو بهرني شرکتونو ښايي چې له همدې امله برېښنا پرچاو کړي .

بدرالدین ځواك

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button