د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په ځای او نېټه هڅې پېل شوي

«سرلیکنه»
تېره اونۍ چې د هېواد ولسمشر اشرف غني اسلام اباد ته د اسيا زړه په کنفرانس کې د ګډون لپاره سفر وکړ، يو شمېر دولتي چارواکو يې په اړه اندېښنه ښوده او دې سفر ته يې د تېرو سفرونو په سترګه کتل، چې څه پايلې به ونه لري. خو د اشرف غني د وينا سره سم د دولت او طالبانو ترمنځ يې ، چې په کابل کې يوې مطبوعاتي غونډې ته د خبرو د پېل نيټه نږدې ورځې ښودلې وې، دا دی اوس يې هڅې پېل شوي. نړيوالو رسنيو څرګنده کړې چې په اسلام اباد اسيا زړه کنفرانس کې ولمشر اشرف غني د پاکستان ، امريکا او چين د مشرانو سره ليدنې وکړې او د افغانستان د مسئلې د حل په اړه يې د اقدام کولو د ګړنديتوب هيله وکړه، چې درې واړو خواوو ، ورته د ژرترژره د خبرو د بيا پېلولو لپاره ژمنې او ډاډ ورکړ.
د پاکستان د پوځ وياند جنرال باجوه ويلي دي، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په اړه د ځای او نيټې د معلومولوهڅې پېل شوي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به څرګند شي. په اسلام اباد د اسيا زړه کنفرانس کې د پاکستان صدر اعظم نواز شريف اشرف غني ته ډاډ ورکړی و ، چې د افغانستان په امن او سوله کې به د خپل پوره توان څخه کار اخلي او غواړي په افغانستان کې امن او د سولې پروسې کاميابي د سېمې د امن سبب وګرځي.
د معلوماتو له مخې ښايي د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف کابل ته راشي او دلته د دولتي لوړ پوړو چارواکو سره د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په پېل کولو سلا مشورې وکړي . راپورونه دا هم وايي، چې ښايي دواړه هېوادونه افغانستان او پاکستان په دې اړه نظامي او استخباراتي معلومات هم يو د بل سره شريک کړي. افغان چارواکو د مخه ويلي وو، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د عملياتو د پېل کېدا سره سم يو شمېر وسله وال افغانستان ته راوړيدلي وو او دلته يې په نا امنيو کې زياتوالی راوست؛ خو پاکستان تل د افغانستان دا رنګه ادعاوې رد کړي دي. د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان په شوال سېمه کې چې يوه ستراتيژيکه دره ده پراخ عمليات وکړل، چې ددې درې څخه يې دواړو هېوادونو مخالف وسوال وايستل. دا چې څه وخت به د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو نيټه او ځای څرګند شي؛ دا د امريکا ، چين او پاکستان دهڅو پورې اړه لري. چې د هېواد ولسمشر ته يې په افغانستان کې د طالبانو سره د جګړې او مخالفت دپای ته رسيدا لپاره د خپلو مرستو ډاد ورکوړی و.
که د مذاکراتو دويم پړاو پېل شي او په افغانستان، په ځانګړي ډول دهېواد په ختيځ کې د مخ پر زياتيدونکو نا امنيو مخه ونيول شي؛ امکان لري افغانان ديوې تلپاتې سولې او امن خاوندان شي.



