جلال اباد ښار کې چاودنې يو تن وژلی، اووه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۳) د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې مربوط د اهنګرانو په کوڅه کې د يوې چاودنې په ترڅ کې يو تن وژل شوی او اووه تنه نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، پېښه نن سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې د اکرام الله په نوم د يوه هټيوال د هټۍ مخې ته رامنځته شوې ده.
د خوږياڼي په خبره، په پېښه کې د يو کوچني د وژل کېدو سربيره څلور نور کوچنيان هم شامل دي.
تر اوسه د دغه چاودنې هدف معلوم نه دی او مسئولیت يې هم چا په غاړه نه دی اخيستی.



