(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۰) د بادغيس د ولايتي شورا رییس عبدالعزيز بيګ وايي، طالبانو په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوستو بريدونه کړي چې له کبله يې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بېګ په خبره، د طالبانو په دغه بريدونو کې د اردو دېرش عسکر وژل شوي، د هغوی لسګونه ميله درنې او سپکې وسلې او دوه هاموي ټانګونه يې هم له ځان سره وړي دي.
د دفاع وزارت د وياند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، په بالامرغاب کې تېره شپه د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې يوولس عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.
په عين حال کې د بادغيس د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني وايي، طالبانو په آب کمري ولسوالۍ هم بريدونه کړي چې ځينې سيمې يې نيولي دي.
















