شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

امریکا ١٧ کاله مخکې د بشر د حقوقو له شورا وتلې ده

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 20, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره، نیکي هیلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې، د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو له شورا د دې هېواد د وتلو اعلان کوي - ۱۹ جون، ۲۰۱۸ / AFP Photo

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره، نیکي هیلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې، د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو له شورا د دې هېواد د وتلو اعلان کوي - ۱۹ جون، ۲۰۱۸ / AFP Photo

233
ځلې شریک شوی
108
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

تبصره

که حقيقت ته نظر وکړل شي، امريکا هر وخت د بشر حقوق تر پښو لاندې کړي دي. هغه وخت چې لا د بشر د حقوقو شورا جوړه هم نه وه، امريکا پر هيروشیما او ناګاساکي اتومي بمونه وغورځول او د بشر حقوق څه چې بشريت یې په اور کې وسوځاوه.

 د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو په شورا کې چې امريکا د غړيتوب کومه دعوه کوله هغه تش په نامه دعوه وه. تر ناګاساکي او هیروشیما وروسته یې په نړۍ کې په ميليونونو انسانان د جګړو په اورکې وسوځول؛ له ١٧ کلونو راهيسې یې افغانستان، عراق او سوريه د اوسېدونکو لپاره دوزخ ګرځولې ده.

تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې، نیکي هیلي، د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو له شورا څخه د وتلو پرېکړه په داسې حال کې د واشنګټن په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړه چې د امريکا د بهرنيو چارو نوی وزير، مايک پمپيو، یې هم تر څنګ ولاړ و.

 نیکي هیلي ويل چې امريکا د ايران د اټومي مسئلې پر سر د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو له شورا ووتله.

نيکې هیلې وويل امریکا ځکه له دې شورا ووتله چې ايران له حکومت سره د مخالفت له امله سلګونه وګړي نيولي دي او، د هيلې په خبره، وژلي یې دي، خو د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو شورا پرې هيڅ غوږ نه دى ګرولی.

د امريکا لپاره د نيکي هيلي خبره پر ځای ده. نيکي هيلې هغه څه وايي کوم چې امريکا ته ګټه رسوي.

 که د هيلي خبره ټينګه کړو، بايد د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو له شورا ټول غړي ووځي ځکه امريکا چې په نړۍ، او په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې، کوم اور بل کړی دى او هره ورځ  د امريکا لخوا په پیل کړل شویو جګړو کې انسانان وژل کېږي د بشر د حقوقو ادارې پرې يوه ورځ هم غوږ نه دی ګرځولی. بايد د نيکي هيلې خبره عملي کړل شي او د بشر د حقوقو له شورا ټول غړي هېوادونه ووځي.‌

امريکايي  چارواکي په دې عقيده دي چې د بشر د حقوقو شورا له اسراییلو سره سم چلند نه کوي. د بشر د حقوقو شورا چې په فلسطين کې د اسریيلو پر وحشت او ظلمونو کومې سترګې پټې کړې دي د يوه هېواد پر وحشت یې هم نه دې پټې کړې. او داسي هم نه شي کېداى چې اسرایيل دې هره ورځ په غزه کې مسلمانان په اور کې سوځوي او د بشر د حقوقو شورا دې چوپه خوله ناسته وي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انتونیو ګوتیریش، ویاند د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي: امریکا بايد د بشر حقونو په  شورا کې پاتې شي.

 دا د ګوتيريش خپل نظر دى، خو د بشر د حقوقو په شورا کې د امريکا پاتې کېدل ګټه نه لري، ځکه چې امريکا تل بشر په اور کې سوځولى دی، حقوقو ته یې نه دی پريښی. د امريکا لپاره د ګوتيريش غوښتنه ګټه نه لري او نه امريکا د بشر د حقوقو درناوى کوي.

امريکا په افغانستان کې د بشر د حقوقو نوم هم د افغانانو له ياده وويست. دومره وحشت او ظلمونه یې وکړل چې په ځنګل کې به یې يو وحشي له بل وحشي سره هم ونه کړي.

 په افغانستان او نړۍ کې د امريکا وحشت او ظلمونو وښوده چې نوره امريکا د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو په شورا کې د پاتې کېدو نه ده ځکه د ټرمپ ادارې ترې د وتلو پرېکړه وکړه. او ډېر ښه پريکړه یې وکړه، د بشر د حقوقو په شورا کې هغه هېوادونه پاتې کېږي چې په بشريت عقيده ولري، له وحشيانو بايد د بشر حقوق ونه غوښتل شي.

 د ټرمپ ادارې اوس د نيکي هيلي په خوله اعلان وکړ، په حقيقت کې امريکا ١٧ کلونه پخوا لا چې پر افغانستان، او نورو هېوادونو کې یې پوځي مداخلې وکړې، د بشر حقوق له منځه یووړل او له دې شورا یې ځان وتلی حساب کړی دی.

مخکینې مطلب

چارواکي: بادغيس کې د ملي اردو دېرش عسکر وژل شوي دي

بل مطلب

مجاهد: سولییز اقدامات مو دښمن په زهرجنو تبلیغاتو له منځه وړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com