د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د خپلو ټاکنیزو هڅو په وروستۍ ورځ د خپل هېواد له خلکو غوښتي چې د یک شنبې په ورځ ترسره کېدونکو ټاکنو کې ده ته رایه ورکړي.
د ترکیې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې سبا (یکشنبه، ۲۴ جون / ۳ چنګاښ) ترسره کېږي او نن په دې هېواد کې د انتخاباتي هڅو وروستۍ ورځ ده.
وړاندې ټاکل شوې وه چې ټاکنې به د ۲۰۱۹ز کال په نومبر میاشت کې ترسره شي، خو اردوغان په تېره اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې ټاکنې به تر خپل ټاکل شوي وخت مخکې، د جون پر ۲۴مه نېټه، ترسره شي.
ولسمشرۍ ته نوماندان:

د ولسمشرۍ د مقام لپاره ۶ نوماندان په رقابت کې دي. د ترکیې اوسنی ولسمشر او د عدالت او توسعې ګوند مشر رجب طیب اردوغان، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید محرم اینجه، د حزب سعادت مشر تمل کاراملا اوغلو، د حزب وطن مشر دوغو پرینچک، د حزب نېک مشره مرال آکشنر، او د خلق دیموکراتیک ګوند پخوانی مشر او بندي صلاح الدین میرتاش د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان دی.
که په دوی کې یوه تر ۵۰ سلنه زیاتې رایې ترلاسه کړې، کولای شي چې د ولسمشرۍ مقام ونیسي. خو که هیڅوک هم تر ۵۰ سلنه زیاتو رایو په ګټلو بریالی نه شو، ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي، چې د ترسره کېدو نېټه یې د راتلونکې جولای میاشتې اتمه نېټه ښوول شوې ده.
ایا اردوغان به په ټاکنو کې بریالی شي؟
ویل کېږي په ولسمشریزو ټاکنو کې د اردوغان ستر رقیب د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، محرم اینجه، دی. د اردوغان مخالفین هیله من دي چې اینجه به نوموړي ته ماتې ورکړي.
د ټولپوښتنو له مخې ویل شوي چې ښايي د عدالت او پراختیا حاکم ګوند په پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړي او ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي.
د کارپوهانو په خبره، که څه هم رجب طیب اردوغان د هېواد په زیاتو سیمو کې پلویان لري، خو د مخالفینو یووالي نوموړی په ټاکنو کې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
تر انتخاباتو وروسته:
تر نویو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو وروسته به، د ترکیې د حکومت پارلماني نظام پر ریاستي نظام بدل شي. په دې سره به ولسمشر زیات واک ترلاسه کړي، د لومړي وزیر مقام به له منځه ولاړ شي او د پارلمان واکونه به راکم شي.
ولسمشر دا ټول واکونه د تېر ۲۰۱۷ز کال په اپرېل میاشت کې د اساسي قانون د بدلون په اړه له یوې ټولپوښتنې وروسته ترلاسه کړل. په یاده ټولپوښتنه کې تر بریا وروسته، چې ٪۵۱.۴ خلکو پکې د تایید او ۴۸.۶٪ خلکو د رد رایه کارولې وه، د لومړي وزیر مقام لغوه شو، ولمسشر د سیاسي ګوند د غړیتوب او د خپلو مرستیالانو د ټاکلو اجازه ترلاسه کړه. همداراز، د ولسمشر قضايي واک هم زیات شو.
د ترکیې تر خپل وخت مخکې ترسره کېدونکي انتخابات به په بېړني حالت کې ترسره شي. بېړنی حالت د ۲۰۱۶ز کال د جولای میاشتې تر ناکامې کودتا وروسته اعلان شوی.

















