(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۵)
د امریکا د سترې محکمې عالي دیوان د کډوالو پرضد د ټرمپ د فرمانونو په لړ کې دریم فرمان هم تائید کړ او د ۵ مسلمانو هیوادو د کډوالو په ورتګ یې بندیز وضع کړ.
د سترې محکمې عالي دیوان نن په ۵ موافقو او ۴ مخالفو رایو سره د لیبیا، ایران، سومالیا، یمن اوسوریې د کډوالو په ورتګ بندیزونه ولګول خو د شمالي کوریا او وینزویلا د اتباعو په ورتګ یې یو شمیر محدودیتونه زیات کړل.
سترې محکمې ویلي، د ټرمپ پریکړه د امریکا د ملي امنیت په ګټه ده او د دې پریکړې د مخالفینو غوښتنې یې رد کړې دي .
د دې پریکړې مخالفین استدلال کوي چې د ټرمپ دا بندیزونه یواځې د مسلمانو هیوادونو پر ضد وضع شوي او ښایي د ټرمپ دا تبعیضي چلند امریکا ته د امن پرځای ستونزې وزیږوي.
باید وویل شي چې واک ته د ټرمپ تر رسیدو وروسته امریکا د مسلمانو هیوادونو د کډوالو پر وړاندې شرایط سخت کړي او ښايي دا لړۍ نوره هم پراخه شي
















