هلمند: چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۳) د هملند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د يوې چادنې له کله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
پېښه نن سهار د يادې ولسوالۍ مربوط د ادم خان په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د ملکي خلکو يو مازده موټر په ځمکه کې په خښ شوي ماین ختلی چې په ترڅ کې يې پلار او دوه ځامن وژل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستی.



