جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په زړه پورې معلومات

حماس د اسراییلي سرتېرو د ټلفونونو جاسوسي کوي

ع. غني عاطف نشرونکی: ع. غني عاطف
جولای 4, 2018
کټګوریانې: په زړه پورې معلومات, نړۍ
0
333
ځلې شریک شوی
152
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

اسراییلي استخبارات وايي د فلسطین جهادي غورځنګ حماس د اسراییلي ځواکونو د موبایلونو په جاسوسي کولو توانېدلي، خو د زیات زیان تر رامنځته کولو وړاندې استخبارات د حماس په چل پوهېدلي دي.

اسراییلي ځواکونه (IDF) وايي، د حماس غورځنګ اوړند یوې شبکې په خواله رسنیو کې د جذابو ځوانانو او ښځو په جعلي حسابونو جوړولو سره، اسراییلي سرتېري په خپل جال کې رانیول، او په دې توګه یې هغوی د ځینو اپلیکېشنونو انسټالولو ته هڅول څو د هغوی د موبایلونو جاسوسي وکړای شي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اسراییلۍ یروشلم پوسټ ورځپاڼې د لوړپوړو استخباراتي چارواکو له خولې لیکلي، شکمنو کسانو د خواله رسنیو او د پیغام لېږونکي سرویس واټساپ له لارې له نږدې ۵۰۰ سرتېرو سره اړیکه نیولې. دې کسانو اسراییلۍ ټیلیفوني شمېرې کارولې او سرتېري یې له ګوګل پلې سټوره د ځانګړو اپلیکېشنونو راکښته کولو ته هڅول.

استخباراتي چارواکو یروشلم پوسټ ته ویلي، حماس د WinkChat ، GlanceLove او د روسیې د فوټبال د نړیوال جام د مینه والو د ښکار لپاره د Cup-GoldenCup په نوم پیغام لېږونکي اپلیکشنونه کارول څو د اسراییلي ځواکونو ټلفونونه هېک کړي او د هغوی په اړه معلومات راټول کړي.

د حماس له لوري جوړ شوی GlanceLove اپلیکېشن
د حماس له لوري جوړ شوی GlanceLove اپلیکېشن

دې اپلیکېشنونو د اسراییلي ځواکونو په موبایلونو کې د ټروجان (Trojan) وایرسونه خپرول، چې په دې سره حماس کولای شول د دوی موقعیت، ټلفون کې شته انځورونو، پیغامونو او ټلفوني شمېرو ته لاسرسی ولري.

دې اپلیکېشنونو همداراز د حماس د هېکرانو شبکې ته د دې توان ورکاوه چې د سرتېرو د ټلفونونو کېمرې او مایکروفون ته لاسرسی ولري او په دې توګه د دوی له پوهېدو پرته انځورونه واخلي او خبرې یې ثبت کړي.

”د زړه ماتوونکي“ په نوم د استخباراتي عملیاتو په پایله کې، چې په تېره مارچ میاشت کې پیل شول، یوولس کسان ونیول شول چې د دې وایروسونو په خپرولو کې یې لاس درلود.

د حماس له لوري جوړ شوي اپلیکېشنونو اوس له ګوګل پلې سټوره لیرې کړل شوي دي.

Image result for israeli soldiers hacker

یو استخباراتي چارواکی وايي په دې عملیاتو سره د پام وړ زیان د منځته راتګ مخه ونیول شوه، خو بیا هم ”له شکه پرته کورني امنیت ته جدي ګواښونه متوجه دي“.

اسراییلي چارواکي یروشلم پوسټ ورځپانې ته ویلي، حماس په دې ډګر کې ”زیاته وړتیا لري“، او دا ځل یې جوړ شوي اپلیکېشنونه د پخوانیو هغو په پرتله اسراییلي سرتېرو ته زیات د باور وړ و. یوه بل چارواکي د GoldenCup اپلیکېشن په اړه ویلي، ”دا رښتیا هم ډېر غوره و.“

خو بیا هم، د هېکرانو دې شبکې د عبراني ژبې په لیکلو او ګرامر کې ګڼې ستونزې درلودې، چې اسراییلي ځواکونه یې شکمن کړي وو.

استخباراتي چارواکو همداراز ویلي چې زیات سرتېري د حماس په دام کې نه دي ګیر شوي او د شکمنو کسانو تر اړیکو نیولو وروسته یې خپلو قومندانانو ته خبر ورکړی و. د چارواکو په خبره، یواځې نږدې ۱۰۰ سرتېرو د دې ۳ اپلیکېشنونو له ډلې یو خپلو ټلفونونو ته کښته کړی و.

اسراییلي سرچینې وايي شکمنو کسانو له نارینه او ښځینه پوځیان دواړو سره اړیکې نیولې، چې زیاتره وخت به یې رومانټیکه بڼه درلوده، خو ښځینه عسکرو به د نارینه وو په نسبت ژر اړیکې ورسره پرې کولې.

اسراییلي ځواکونو خپلو عسکرو ته لارښوونه کړې چې په خواله رسنیو کې یوازې د هغو کسانو بلنې ومني چې دوی یې مخامخ پېژني، پټ معلومات له خپلو حسابونو خپاره نه کړي او سافټوېرونه، د تړوني له لارې د راکښته کولو پر ځای، یوازې له خپلو رسمي ځایونو راکښته کړي.

د یادونې وړ ده، تېر کال هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې حماس غورځنګ د اسراییلي سرتېرو د موبایلونو څارنه کوي او له دې لارې د هغوی په اړه استخباراتي معلومات راټولوي.

لوی ټکي: اسراییلجاسوسيحماس
مخکینې مطلب

هلمند: چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي

بل مطلب

ایااسرایلي کامانډو افغانستان کې امن راوستلی شي؟

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com