”ارزګان کې یوه نفوذي افغان سرتېري بهرنیانو ته مرګژوبله اړولې“

طالبان وايي چې نن مازدیګر ناوخته د ارزګان مرکز ترینکوټ په هوایي ډګر کې د یوه افغان عسکر په برید کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو ویاند، قاري محمد یوسف احمدي، پر خپل ټوېټر لیکلي چې د ترینکوټ په هوايي ډګر کې یوه افغان عسکر پر بهرینو ځواکونو د ټوپک شپېلۍ وراړولې، چې په پایله کې یې ”د ابتدايي معلوماتو په اساس، ۴ امریکايي عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.“
طالبان وايي چې نور جزیات به وروسته خپاره شي. دولتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.



