(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۶)
د پکتیا ځایي چارواکي وایي چې نن مازدیګر ۵ بجې د پکتیا ولایت د ګردیز ښار اړوند د صحت عامې ریاست ته څیرمه د افغان ځواکونو له یوه ټانګ نه پر ملکي کسانو د راکټ برید وشو.
د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم پیښه تیروتنه بولي او زیاتوي چې په دې برید کې یو ملکي کس وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي.
یو شمیر نورې سرچینې بیا وایي، چې د ملي اردو ځواکونو د یو ماین تر چاودنې وروسته د راکټ ډز وکړ، سرچینې زیاتوي، د ماین په چاودنه کې چاته تلفات نه دي اوښتي خو د راکټ په برید کې چې دخلکو پر یوه تجمع باندې ترسره شو، ۵ ولسي وګړي وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.
ویل کیږي د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.


















