کندهار او بغلان کې ۵۸ دولتي منسوبینو دطالبانو پر وړاندې له وسلوال مخالفت لاس اخیستی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۴)
د تیرو ورځو په تعقیب یوځل بیا طالبانو ته د دولتي منسوبینو لسګونه سرتیري تسلیم شوي او د هغوی پر وړاندې یې له وسلوال مخالفت څخه لاس اخیستی.
راپورونه وایي چې طالبانو لسګونو هغو سرتیرو ته چې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د ثالثیون او بدناوې سیمو کې یې د خلکو په کورونو کې پناه اخیستې وه، امن ورکړی او هغوی هم د دوی پر وړاندې له وسلوال مخالفت څخه لاس اخیستی دی .
طالبانو ویلي “ د ثالیثون اوبدناوې په سیموکې دیادو سیمو له فتح وروسته ۴۸ تنه اربکیان چې په خپلو کورونو کې پټ شوي ؤ دجلب اوجذب کمیسیون په هلوځلو له خپلو کورونو راووتل اوداسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول“
طالبان وایي چې نوموړو عسکرو ته یې په دې شرط امن ورکړی چې بیابه د دولتي ځواکونو لیکوته نه ورځي اوهیڅ اړیکه به ورسره نه ساتي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز خبر ورکړی چې د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۰ نور امنیتي ځواکونه هم ورسره یوځای شوي.
طالبانو د یوځای شویو عسکرو نومونه نشر کړي او ویلي یې دي چې یادو عسکرو ته یې د هرکلي ترڅنګ د ډاډمن او آرام ژوند اطمینان ورکړی دی.
باید وویل شي چې تیره ورځ هم په یاده ولسوالۍ کې د قوماندان په ګډون ۶ سرتیري د طالبانو لیکو ته ورغلي و.
د یادولو ده ، چې په تیره یوه اونۍ کې ۵۰ تنه امنیتي منسوبین د کابل په خاکجبار او لسګونه تنه نور په مختلفو ولایاتو کې له طالبانو سره یوځای شوي.



