(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲)
د کابل ښار اړوند پنځمې امنيتي حوزې مربوط د افشارو په سيمه کې درې د راکټ مرمۍ لګېدلي دي.
شاوخوا يو ساعت مخکې په ياده سيمه کې د چاودنو راپورونه ورکول شوي و.
خو تازه د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي وايي، يادې چاودنې د راکټونو د لګېدو له کبله رامنځته شوي دي.
د ستانکزي په وينا، د راکټ يوه مرمۍ په يوه کور لګېدلې چې دوه تنه پکې ټپيان دي او دوه نورې مرمۍ په غره لګېدلي.
ځايي سرچينې وايي، دغه راکټونه د ريشخور سيمې څخه توغول شوي دي. خو معلومه نه ده چې د چا له خوا، د څه هدف لپاره وار شوي او مسئوليت يې هم چا په غاړه نه دی اخيستی.


















