شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ملي وحدت حکومت په ملت زبيښونکي حکومت بدل شوی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 25, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
د ګډ حکومت له لورې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول

د ګډ حکومت له لورې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول

165
ځلې شریک شوی
103
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

تميم توفيق
زمونږ په سيمه کې چې ځينې زمکې زياتې نمناکې/زېمناکې دي، هغو ته دهقانانو شانونه ايستلي، تر څو يې له ضرورته زيات زيم دغې لويې ويالې ته ووځي. په دې شانونو کې، چې موږ به پکې غواګانې څرولې، يو ډول تور رنګه چينجي زيات وو، چې زمونږ کليوال يې زوره/ژوره بولي، دا چينجي به د غواګانو په پښو او سينو پورې نښتلي و او وينه به يې ترې زبېښله، غواګانو به د شان له شنو وښو دومره څه خوړلي نه وو، لکه څومره چې به وينه ترې زبېښل شوې وه.
زمونږ د هيوان مثال هم کټ مټ زمونږ د سيمې شان ته پاتې کيږي، چې د وينه زبيښونکو چينجيانو حکومت پکې چليږي او هيوادوال ترې دومره څه خوري او ترلاسه کوي نه، لکه په څومره اندازه چې ترې اخيستل کيږي او تروړل کيږي.
له کله نه چې امريکايانو زمونږ په هيواد يرغل کړی او د خپلې خوښې حکومتونه يې راباندې تپلي دي، د اداري فساد کچه مخ په بره روانه ده. که د حامد کرزي حکومت و او که اوسنی ملي وحدت حکومت دی، په دواړو کې پراخ اختلاس او اداري فساد د ريکارډ تر کچې لوړ دی او په دواړو دورو کې افغانستان د نړۍ په سطحه د فاسد ترينو هيوادونو په کتار کې راغلی.
که څه هم په معاصره نړۍ کې هيڅ هيواد له اداري فساد څخه پاک نه دی، خو د افغانستان غوندې بې وزله هيواد کې د نړۍ په کچه ستر اختلاس او اداري فساد د انديښنې وړ دی، چې ۱۷ کاله يې ولس له سترو ننګونو او ستونزو سره مخ کړی دی او لا يې هم بشري حقوق ځپل کيږي.
سږ کال د يوناما ادارې د ۲۰۱۷ له جنوري څخه د ۲۰۱۸ تر اپريل پوري په هيواد کې له فساد سره مبارزه ارزولې او په تيار کړي راپور کې يې ويلي چې دا هيواد لا هم د نړۍ په کچه د فاسدو هيوادونو په کتار کې دی، دوی دلته اداري فساد يو ستر غير انساني او بې شرمانه عمل بللی دی.
په ۲۰۱۴ کې افغانستان په دريو فاسدو هيوادونو کې و، په ۲۰۱۶ کې بيرته په اداري فساد کې اتم مقام ته راټيټ شو، خو په تير ۲۰۱۷ کال کې يو ځل بيا څلورم فاسد هيواد ته لوړ شو.
د حيرانۍ ځای خو دا دی، چې د اشرف غني په وينا، اجرائيه رئيس هم د فاسدو چارواکو ملاتړی دی او خپله د اداري فساد ضد ادارو کې هم پراخ اداري فساد شتون لري.
څه موده وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي د وزير په اړه راپورونه راغلل چې په اختلاس او اداري فساد کې مزغن لاس لري. دغه راز نژدې هفته وړاندې د ارګ وياند شاه حسين مرتضوي په خبري کانفرانس کې وويل چې اوسمهال يوازې په ګمرکونو کې هر کال ۷۰۰ مليونه ډالره غلا کيږي.
له دې علاوه عدلي او قضايي ارګانونه، امنيتي سکتور، چې خپله اشرف غني د فساد زړه بللی، کانونه، ګمرکونه او آن ملي شورا په ستر اداري فساد ککړې ادارې دي، بله عجيبه دا چې حتی دلته ميشت بهرني ځواکونه هم په اداري فساد کې ښکيل دي او ويل کيږي چې د هيواد او ولس لپاره د دې ننګونو په لا پراختيا کې زيات رول لري.
همدا لامل دی چې په هيواد کې سوداګري او ټولنيز پرمختګ په ټپه ولاړ دی. سيګار ادارې د ټولنيزې او اقتصادي ودې اړوند د وړمې ورځې راپور کې ويلي چې افغانستان د پانګوالو لپاره په نړۍ کې دوهم بد هيواد دی.
د نړيوالو څيړنو له قراره زمونږ هيواد نن ورځ د سوداګرۍ په ليست کې له ۴۲م نمبر څخه ۱۰۷م ځای ته راکوز شوی او همدارنګه د په ۱۹۳ هيوادونو کې ۱۸۳يم کمزوری اقتصاد لرونکی هيواد دي.
که په هيواد کې روان وضعيت ته وکتل شي، پانګوال به ليوني وي چې دلته پانګونه کوي او خپله سوداګري په يو داسي هيواد کې توسيع کوي چې نه يې پکې د سر امنيت خوندي وي او نه يې د مال. دلته له زورواکانو علاوه چې په هره دولتي اداره پورې کار بند شي، تر هغو يې د خلاصون تمه نشي کيدای، تر څو ترې بډې نه وي اخيستل شوې او د اړ کس شخصيت او عزت تر پښو نه وي لاندې شوی.
دا موږ افغان ولس او زمونږ بې وزله هيواد ته د ۱۷ کلنې ديموکراسي او امريکايي اشغال ارمغان دی، چې تراخه يې څکو او لا مو هم مال راڅخه تروړل کيږي او هم مو وينې زبيښل کيږي. افغانان دې خبر وي چې تر څو يې دغې له لويديځه راواردې شوې کرغيړنې ديموکراسي، ديموکراتانو او امريکايي يرغل ته (نه) نه وي ويلي، تر هغو به د ژوند خواږه ونه څکي.

مخکینې مطلب

د امريکايي ماشومانو ژغورونکو سعودیانو ته شاهي مډال

بل مطلب

ننګرهار- غزني: شپنيو عملياتو کې اووه ملکيان وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com