د سعودي پاچا سلمان بن عبد العزيز د دوو غرق شویو سعودي ځوانانو کورنیو ته شاهي مډال او یو ملیون ریال ورکړل. دا دوه سعودي ځوانان چې امریکا کې یې زده کړې کولې هغه مهال غرق شول چې د دوو امریکايي ماشومانو د ژغورلو هڅه یې کوله.
نن سه شنبه د جدې ښار قصر السلام کې د سعودي پاچا سلمان بن عبد العزيز د دې غرق شویو ځوانانو له کورنیو سره وکتل.

دې دواړو ځوانانو جاسر بن دهام الیامي او ذیب بن مانع الیامي، د امریکا ماسچوسیټ ولایت کې هغه مهال اوبو کې غرق او مړه شول چې د دوو اوبو اخیستو امریکايي ماشومانو د ژغورلو هڅه یې کوله.
سعودي پاچا سلمان د دې دوو ځوانانو دا کار ”ستره اتلولي“ وبللـه او د دې ځوانانو کورنیو ته یې د ملک عبد العزيز لومړی درجه مډال او یو ملیون ریال انعام کې ورکړل.

دا دواړه ځوانان امریکا کې په زده کړو بوخت وو. هلته امریکا کې د سیمیېزو امریکایي چارواکو له خوا هم د دوی دا کار وستايل شو، خو د سعودي پاچا له خوا دوی زیات ونازول شول او وارثانو ته یې ستر انعامات یې ورکړل.


















