حماس خپلو جنګیالیو ته د تیارسئ امر کړی

په غزه کې د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې خپلو جنګیالیو ته د تیارسئ امر کړی دی.
کتائب القسام په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی جنګیالي په هر ځای کې د تیارسئ په حالت کې دي.
د حماس د سیاسي څانګې یوه چارواکي ویلي، ”د حماس پوځي څانګې غړي پر دښمن د برید امر ته انتظار دي.“
کتائب القسام دا امر د اسراییلي الوتکو تر هغه هوايي برید وروسته کړی چې تېره شپه (چهارشنبه، ۲۵ جولای) د غزې په تړانګه کې د القسام پر جنګیالیو ترسره شو او د دې ډلې ۳ کسان پکې شهیدان شول.
د حماس پوځي څانګې د فلسطیني مقاومت له نورو ډلو هم غوښتي چې ورته اقدام وکړي او خپل جنګیالي د تیارسئ په حالت کې وساتي.
د اسراییلو د کورني امنیت وزیر، ګیلاد ایردان، نن پنجشنبه وویل چې اسراییل ښايي یو ځل بیا پر غزه ستر پوځي برید وکړي.
بل خوا، د منځني ختیځ د سولې د پروسې لپاره د ملګرو ملتونو لوړ پوړې چارواکي، نیکولای ملادینوف، د حماس ډلې له مشر، اسماعیل هنیه، سره لیدنه کړې څو د وضعیت د ارامولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
اسراییلو له ۲۰۰۸ز کال راهیسې، پر غزه درې ستر بریدونه کړي دي.
د فلسطیني مقاومت د ډلو او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی په تیره مارچ میاشت کې د پیل شویو لاریونونو له امله نور هم زیات شوی دی. په دې لاریونونو کې، چې د غزې له پولې سره روان دي، تر دې دمه، د نړیوالو رسنیو په خبره، ۱۵۳ فلسطینیان شهیدان شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، د جولای په ۲۰مه، د مصر په منځګړیتوب د حماس او اسراییلو تر منځ د اوربند هوکړه شوې وه.



