شک روژه

عصمت الله بشام
زمــا د خـــیـال شــاپــیــرۍ چـا پـوری تړلی نه ده
پراسمان سـپـیـنه سـپـوژمۍ چا پـوری تړلی نه ده
ستا شک روژه بلکل مکروه ده هیڅ صحت نه لری
خـپـره خـوشـبـو د غــوټـۍ چـا پــوری تړلی نه ده
احساس می سپین جزبه می سپینه خبرسپینه کوم
زمــا د کـــردار دونــیـاګۍ چـا پــوری تړلی نه ده
د قــرابـــت دعـــوه دی نــه کــوی زمـوژ ګاونـډیـان
زمــوږ د مـیــونــد مــلالـۍ چــا پـــوری تـړلی نه ده
د وجـــود ارګ مـی د بـدرنګ رقـیب خنـجـر خـوړلی
زمـــا دا ســوې ســلــګۍ چــا پـــوری تــړلی نـه ده
د ژونـد تر حـق مو رسـوي په دی یـــاغی قـلـزم کې
د وخــت اقــــدســه بــیــړۍ چــا پـوری تړلی نه ده
بــشـام یـه سیـوری تـه دمــه کــړم تـر ابـــده پـوری
د تـــوحـیـد سپـینه جـنـډۍ چـا پـوری تـړلی نه ده



