د پاکستان پخوانی زنداني لومړی وزير روغتون ته وړل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۸)
د پاکستان پخوانی لومړی وزير د زړه د ناروغۍ له کبله له زندان څخه روغتون ته لېږدول شوی دی.
له تېرو څو ورځو راهيسې ويل کېدل په زندان کې د نوموړي روغتيايي وضعيت ښه نه دی، کورنۍ او پلويانو يې روغتون ته د وړلو غوښتنه کوله.
د پنجاب ولايت د کورنيو چارو وزير شوکت جاويد وايي، پر پخواني لومړي وزير نوازشريف زندان کې د سينې په برخه کې دردونه راغلي، د وينې فشار کې هم مشکل و چې ډاکټرانو له معاينې وروسته په بېړني ډول روغتون ته د هغه د وړلو سپارښتنه وکړه.
نوازشریف له پخوا راهيسې د زړه ناروغي لري او پخوا یې یو وار د زړه تر ټولو لوی عملیات هم کړی و.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړی دا مهال د اسلام اباد تر ټولو په ستر دولتي “پمز” روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
په نوازشريف، لور او زوم يې په بهرنيو هېوادونو کې د ناقانونه جایدانونو د اخيستلو او فساد تور پورې شوی چې د جولای په يارلسمه ونيول شول او زندان ته واچول شول.
پر نوازشريف د يوولس کلونو، په لور يې مريم نواز د اوو کلونو او زوم صفدر حسين ته يې د يوکال زنداني کېدو سزا اورول شوې ده.
ويل کېږي، سبا د سې شنبې په ورځ د نوازشريف مدافع وکيلان د هغه لپاره د استيناف غوښتنه کوي.



