لوګر: د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې اووه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۸)
د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د ولسي خلکو پر ميشت ځايونو بمباري کړې چې په ترڅ کې يې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، سيمې ته ګډ ځواکونه د عملياتو په موخه راغلي و چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شول زياتوي وروسته افغان ځواکونو له بهرنيانو د هوايي مرستې غوښتنه وکړه چې د هغوی د بمبارۍ له کبله ياده پېښه رامنځته شوه.
دغه بمباري تېره ورځ د يادې ولسوالۍ مربوط د زرغون ښار په سيمه کې شوې ده.
د سيمې يو تن اوسېدونکي احسان لوګری وايي، په بمبارۍ کې څلور ماشومان او درې لويان شهيدان شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
نوموړی زياتوي، په دغه هوايي بريدونو کې د خلکو کورونه هم زيانمن شوي دي.
د روانې مياشتې په لومړيو کې هم ګډو ځواکونو د دغه ولايت په مرکز بابوس سيمه کې د شپنيو عملياتو پر مهال بمبارۍ وکړې چې په ترڅ کې يې څلور کورونه په بشپړه توګه ويجاړ او څوارلس تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول.
په وروستيو کې بهرنيو ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د هوايي بريدونو پر مهال ملکي وګړي په نښه کړي چې يوه بېلګه يې څه موده مخکې د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د درې کورونو بمبارول و چې له شلو زيات ملکي وګړي پکې ووژل شول.
ډيری وخت په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو پر وژل کېدو بهرنيان او حکومت يواځې د پلاوي په ټاکلو د پېښې د پلټنې ژمنې کوي چې وروسته بيا ورته ډول پېښې شوي او هيڅ ډول مخنيوی يې نه دی شوی.



