(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۴)
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وايي، نن ماښام د بهسودو پله ته څېرمه د اردو پر ځواکونو سرتیری بريد شوی.
د خوږياڼي په وينا، په دغه بريد کې د اردو يو عسکر وژل شوی، يو ملکي وګړی او درې د اردو عسکر ټپيان دي.
د ننګرهار د صحت عامې رئيس نجيب الله کامه وال وايي، د پېښې له ځايه پنځه ټپيان وروړل شوي چې يو پکې ملکي کس دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د ښار د لومړۍ ناحيې مربوط سيمه کې د يوه روغتون مخې ته دوه پرلپسې چاودنې شوې وې.
تر اوسه د دغه چاودنو مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
خو په ننګرهار کې د وروستيو څو بريدونو پړې د داعش وسله والې ډلې ومنلې.
د کډوالو پر رياست له بريد وروسته دغه ښار ته له کابل څخه د کورنيو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه، د ملي امنيت او ملي اردو ځواکونه راولېږل شول چې د جلال اباد ښار امنيت خوندي کړي.


















