غزني: طالبانو د“رشیدانو“ولسوالۍ نقلي قومانداني نیولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۶
له غزني څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې طالبانو د دې ولایت د رشیدانو ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ نیولې.
طالبان وایي، د رشیدانو امنیه قوماندانۍ د غزني د جغتو ولسوالۍ د قیاغ درې ته لیږدول شوې وه، چې تیره شپه له ۵ پوستو سره یوځای ونیول شوه
طالبانو ویلي چې په دې بریدونو کې یې ۲۵ عسکر وژلي او ۱۶ نور ټپیان دي.
ځایي خلک وایي، سیمې ته د مرستندویه ځواکونو لوی کاروان رسیدلی او له طالبانو سره یې جګړه پیل کړې، څو د یادې قوماندانۍ پر مرکز بیرته واک تر لاسه کړي.
طالبانو هم د قوې ورتګ تائید کړی او زیاتوي چې پر یادو کومکي ځواکونو یې هم بریدونه کړي او ۵ عسکر یې ترې وژلي .
ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې په یاده جګړه کې یې ۳ ټانګونه له منځه وړي او ۲۵ میله وسله یې نیولې.
خو د غزني ځایي امنیتي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.



