پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

عسکره وروره! اوس خو پوه شه

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
اگست 7, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
315
ځلې شریک شوی
98
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

بدرالدین ابدال

دوه ورځې وړاندې د ننگرهار د بهسودو پله سره نږدې! د ملي اردو پر سرتېرو برید وشو. له برید نه وروسته سمدلاسه فېسبوکیانو اوازه خپره کړه، چې د داعش ځانمرگي بریدگر ته د ملي اردو سرتېري غاړه ورکړې وه او نور خلک یې وژغورل؛ خو خپل ځان یې قرباني کړ.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

ځینو فېسبوکیانو ورته د چندې خبره هم وکړه، خو تر نننه یې د چندې کوم خبر نه دی لیکلی، چې څومره خلکو ورسره مرسته وکړه. که د محمد عمر کورنۍ سره میلیونونه ډالر مرسته وشي، بیا هم کومه گټه ورته نه لري. انسان چې نه وي، نو په پیسو به یې کورنۍ څه وکړي؟

له تېرې اوونۍ راهیسې د جلال اباد امنیت اردو ته سپارل شوی. په جلال اباد کې د سختو پلټنو سربېره بیا هم دوه بریدونه وشول. یو د ملي اردو پر سرتېرو او بله چاودنه په یوه پلازه کې وشوه. دولتي لیکوالو«خیاطانو» په دې خاطر داسې اوازې خپروي، چې د خلکو پام بل لوري ته شي او داسې پوښتنې ونه کړي، چې د جلال اباد امنیت اردو سره دی، بیا هم بریدونه کېږي او بریدگر سیمې ته ځان رسوي.؟

عموماً بریدگر ځان ژوندی امنیتي ادارو ته نه سپاري؛ خو کله چې ونیول شي، بیا یې له وسې هېڅ هم نه کېږي. د جلال اباد په پېښه کې هم ځینې پوښتنې شته، چې باید ځواب شي.

۱)بریدگر نیول کېږي او دواړه لاسونه یې شاته اړول کېږي. داسې مهال څنگه کېدای شي چې هغه ځانته چاودنه ورکړي؟

۲)که دغه پېښه همداسې شوي هم وي، بیا هم څنگه د داعش بریدگر د ملي اردو تر ټانگونو ځان څنگه رسوي؟

۳)جلال اباد ته ټول تلونکي موټر او ځینې شکمن کسان پلټل کېږي. بریدگر بیا هم ځان ښار او بیا بهسود پله ته رسوي او چاودنه کوي؟

۴)د ځینو خلکو دغه خبره به بې‌ځایه نه وي، چې د داعش بریدگر د ښار په منځ کې د ملي امنیت له ادارې او یا هم د ننگرهار له هوايي ډگر ښار ته ننویستل کېږي او تر مهمو ځایونو رسول کېږي.

دغه هغه پوښتنې دي، چې د ننگرهار والي او امنیه قومندان یې باید ځوابونه ووايي او د خلکو د اذهانو د گډوډولو پر ځای خلکو ته سپینې خبرې وکړي.

جلال اباد د امریکا، د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت د ادارې ستر قرباني ولایت دی او له تېرو څلورو کلونو راهیسې دلته د داعش وسله وال بریدونه کوي؛ خو په دې وروستیو کې یې یوازې ملکي ادارې خپل هدف گرځولي او یوازې همدغه ادارې په نښه کوي.

نېکولسن په خپله وايي: چې داعش غواړي جلال اباد خپله پلازمېنه کړي. نو په داسې وختونو کې د ملي اردو له واکه وتلې خبره ده، چې دلته امنیت ټینگ کړي. ځکه امریکایان او داعشیان د اردو او پولیسو په پرتله ښه روزل شوي او په استخباراتي پروژو کې د دوی نه ډېر ماهر دي.

محمد عمر څنگه خاورو ته وسپارل شو؟

خبره که هر ډول وه، خو محمد عمر نومي عسکر قرباني ورکړه. داسې فکر کېده، چې دی به په شاندارو مراسمو کې خاورو ته وسپارل شي؛ خو د دې اپوټه یې مراسم یې بېخي ساده او حتا رسنۍ نه وې ورغوښتل شوې، بلکې یوازې څو خپلوان او غمشریکانو په کې گډون وکړ.

زه د اردو او پولیسو لسگونه عسکر پېژنم، چې اوس یې د بدن ځینې برخې له لاسه ورکړي او پر کور ناست دي. د اردو قومندان یې یوازې تر هغه وخته پالنه کوي، چې دوی ژوندي وي او د دوی په گټه جگړه وکړي، خو کله چې معلول کېږي بیا یې څوک پوښتنه هم نه کوي.

د کابل په ۴۰۰بستریز روغتون کې د ملي اردو جسدونه له تېرو څو کلونو راهیسې پراته دي، خو د دفاع وزارت دومره نه شي کولی، چې جسدونه یې کورنیو ته وسپاري. هلته د ټپیانو پوښتنه بېخي د کولو نه ده، ځکه چې قومندان هغه عسکر غواړي چې روغ وي او ددوی په گټه له«پنجابیانو» سره جگړه وکړي؛ خو د داعشیانو د ژغورلو له‌پاره الوتکې سمدلاسه سیمې ورځي او روغ رمټ یې د طالبانو له منگولو ژغوري.

محمد عمر ټولو عسکرو ته یو ښکاره پیغام پرېښود، چې دلته ستاسې ژوند او ستاسې قرباني هېڅ گټه نه لري، بلکې ښه خبره داده چې نور دندې پرېږدي او د داسې مفسد نظام له‌پاره جگړه ونه کړي، چې د دوی پر سرونو لوبې کوي او د قربانۍ پسونه یې ترې جوړ کړي دي.

دوی ته یوازې جگړه کوونکي خلک په کار دي، چې تر هغه وخته جگړه وکړي چې دوی نور هم شتمن شي او خپلې گټې خوندې وساتي او که تاسې هر څومره قرباني ورکړئ، بیا هم گټه د جگړې د قومندانانو ده او خپلې کورنۍ د ویر پر ټغره مه کېنوئ.

لوی ټکي: بدرالدین ابدالحکومت سره یې اړیکېداعشمهمننگرهار
مخکینې مطلب

امريکا پر ايران نوي بنديزونه ولګول

بل مطلب

اندونيزيا کې د زلزلې له امله د مړو شمير ۱۴۲ کسانو ته ورسېد

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com