اندونيزيا کې د زلزلې له امله د مړو شمير ۱۴۲ کسانو ته ورسېد

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۶)
د اندونيزيا چارواکي وايي، د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شويو کسانو شمير نږدې يونيم سل کسانو ته رسېدلي دی.
د چارواکو په وينا، تر دې دمه ۱۴۲ کسانو مړینه تاييد شوې او ښايي دغه شمېره زياته شي په وينا يې د ژغورنې ډلې ځينې سيمو ته رسېدلي او د يو شمير نړېدلو ودانيو څخه د خلکو د مړو جسدونو په رايستلو بوخت دي.
د مسوولينو په وينا د دغه زلزلې قوت د ريختر په کچه اووه او ژوروالی يې لس کيلو متره و چې سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي او تر دې دمه د دوه سوه کسانو د ټپي کېدو راپور ورکول شوی دی.
ځایي رسنۍ وایي چې د لمبوک زیاتره سیمې کې برق قطع شو. د اندونیزیا حکومت د خلکو غوښتي چې د سمندر نه دې لیرې وسي.
د زلزلې ټکانونه په لومبورک او ورسره څنګلوري سیلاني سیمې بالي ټاپو کې هم احساس شوي دي او د دغه هېواد د بېړنيو حالاتو ادارې مسوولين وايي، تر ټولو زياته ويجاړي يې د لومبوک په متارام ښار کې رامنځته کړې.
په لومړيو کې د سونامي د راتلو خبردرای ورکړل شوی و او چارواکو له خلکو غوښتي و چې له سمندرغاړې لرې لاړ شي.
دا په تېره يوه اوونۍ کې دوهمه سخته زلزله وه چې په دغه هېواد کې وشوه.
د تېرې جولای مياشتې په نهه ويشتمه نېټه په دغه هېواد کې زلزلې شپاړلس تنه مړه کړل.



