جنوبي کوریا: سختې ګرمۍ لسګونه کسان وژلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۸)
په جنوبي کوریا کې کې د ګرمۍ کچه په ډراماتیک ډول پورته تللې او د دې هیواد درسمي خبري سرچینو د راپورونو ترمخه چې په تیرو ۱۱۱ کلونو دا لومړی ځل دی چې د تودوخې کچه دومره لوړې درجې ته رسیږي.
د جنوبي کوریا چارواکي وایي، ګرمي تر ۴۰ درجو پورته تللې چې له امله یې په تیرو دریو میاشتو کې ۴۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی .
چارواکي وایي، د سختې ګرمۍ له امله ۳۵۰۰ تنو ته دماغي او د وینې د جریان ناروغۍ پیدا شوې او روغتونونو ته لیږدول شوي.
د جنوبي کوریا حکومت د سختې ګرمۍ له امله خلکو ته د بریښنا بیل ارزانه کړی، څو په دې توګه د یخني له وسایلو په ښه توګه ګټه پورته کړي.
باید وویل شي، چې سږکال په زیاتره اورپایي هیوادونو کې د تودوخې کچه لوړه شوې او د اوبو سطحه تر بل هر وخت ښکته تللې ،چې نړیوالې څیړنیزې ادارې یې په هکله اندیښنه څرګندوي.



