د ټاکنو کمیسیون ۳۵ احتمالي نوماندان له نوملړه ایستلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۰)
د ټاکنو کمیسیون په تازه اقدام کې ۳۵ تنه نور نوماندان د انتخاباتي کاندیدانو له نوملړه ایستلي.
په ایستل شویو کسانو کې ملاتره خیل،فوزیه کوفي، د حزب اسلامي دوه قوماندانان زردادفریادي او بشیر قانت په ګډون ډیرې پیژندل شوې او نوې څیرې له لیست څخه ایستل شوې.
تر دې وړاندې یاد کمیسیون د ۲۵ کسانو نوملړ خپور کړی و چې د غیرقانوني کړنو له امله یې له نوملړ څخه ایستلي.
یاد کمیسیون ایستل شویو کسانو ته دوه ورځې د استیناف غوښتنې حق ورکړی و، چې د کمیسیون په وینا ټولو کسانو د استیناف غوښتنه کړې.
نن تر غرمې وروسته یاد کمیسیون خپله پریکړه ابلاغ او د ایستل شویو کسانو شمیر یې له ۲۵ څخه تر ۳۵ لوړ کړ.
د ایستل شویو کسانو نومونه په لاندې ډول دي؛

سخي نوید، قیس حسن، مولوي تره خیل محمدي، سیدداوود نادري، صداقت زاهد، ضیاالحق امرخیل، احسان الله عاطف، شیرعلی احمدزی، زرداد فریادي ( کابل)
محب الله، احمدشاه شمس، امان الله هوتکی ( کندز)
عبدالرحمن شهیدانی (بامیان)
فوزیه کوفي، محمد نبی بیان، عبدالصمد عبدالحمید، مریم کوفی (بدخشان)
سید جعفر نادري، اسدالله اسلام زوی، حیات الله وفا ( بغلان)
اسدالله شریفي (بلخ)
غلام حیدر جیلاني، نور احمد سکندر ( پروان)
الله میر، نوید ابراهیم خیل ( پکتیا)
بشیر قانت، اسدالله ایوب ( تخار)
لیاقت الله بابکرخیل، جبار جبارخیل ( خوست)
معصومه خاورې، محمد آصف عظیمي، رییس خیرالله ( سمنگان)
شایسته باز ناصري (لوګر)
جاویدزمان (ننګرهار)
د یادونې وړ ده چې په یاد لیست کې اوس هم د لطیف پدرام نوم چې د ملي ارزښتونو خلاف څرګندونو کې تورن دی، شتون لري.



