شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

غزني کې تر ”سلو زیات“ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شول

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 11, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
Credit: Nate Derrick/Shutterstock

Credit: Nate Derrick/Shutterstock

571
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

طالبان وايي چې پر غزني ښار د برید په دویمه ورځ، تر سلو زیاتو دولتي عسکرو له جګړې لاس اخیستی او له دوی سره یو ځای شوي دي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله محاهد، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې نن (د زمري ۲۰مه / ۱۱ اګست) ۱۱۷ دولتي سرتېري له دوی سره یوځای شول او ”له حتمي مرګ څخه يې نجات وموند.“

دا هم ولولئ

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

د مجاهد په خبره، دا ۱۱۷ دولتي عسکر له بېلابېلو امنیتي ارګانونو سره تړاو لري او د خپلو مرکزونو او پوستو تر پرېښودلو وروسته دوی ته تسلیم شول.

تسلیم شوي سرتېري د طالبانو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.

دولتي چارواکي پر غزني ښار د برید له پیل راهیسې له رسنیو سره د ښار د وضعیت په اړه معلومات نه شریکوي او یواځې پر خوشباورۍ بنا څرګندونې کوي. دوی د دې پيښې په هکله هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.

دا ”۱۱۷“ دولتي عسکر د هغې اعلامیې تر خپرېدو ووروسته طالبانو ته تسلیمېږي چې تېره ورځ پر ښار تر برید څو ساعته وروسته رسنیزه شوه. پر دولتي ودانیو د بریدونو پر مهال هم طالبانو له دولتي عسکرو د تسلیمۍ غوښتنه کوله.

په یاده اعلامیه کې، چې د طالبانو د د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون له لوري خپره شوې وه، له دولتي عسکرو د وسلو ايښودلو غوښتنه شوې وه او تر تسلیمۍ وروسته د سر، او مال تضمین ورکړل شوی و. د اعلامیې په پای کې د تماس لپاره دوې ټلفوني شمېرې، د مخابرې نمبر او ایمېل هم ذکر شوی و.

که رښتیا هم د ”۱۱۷“ عسکرو په ستر شمېر کې دولتي عسکر له طالبانو سره ”یوځای شوي وي“، دا به په حکومت او ځايي امنیتي ځواکونو کې لویه تشه رامنځته کړي او د هغوی پر مورال به منفي اغېز وکړي.

• د غزني محبس مات شو:

نن، پر غزني ښار د برید په دویمه ورځ، طالبان د غزني د محبس پر ماتولو بریالي شول او لسګونه بندیان یې ازاد کړل.

طالبان وايي چې بندیان تر خوشي کېدو سمدستي وروسته د خوندي سیمو په لور ولېږدول شول.

دولتي چارواکو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

• د ګیلان ولسوال ووژل شو:

بل خوا، نن د غزني د ګیلان ولسوالۍ ولسوال او څارنوال له غزني ښاره د تیښتې هڅه کوله، خو له طالبانو سره تر مخ کېدو وروسته دواړه ووژل شول او موټر او وسلې یې طالبانو ونیولې.

• پر غزني ښار د طالبانو برید:

د یادونې وړ ده، طالبانو د (۱۹ زمری / ۱۰ اګست) د شپې په ۱۲ بجو، پر غزني ښار له څلورو لورو ستر عملیات پیل کړي، چې په پایله کې یې د غزني ښار نږدې ۸۰ سلنه برخه د طالبانو په ولکه کې راغلې او دولتي سرتېرو ته پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې عملیاتو کې د دولتي ځواکونو یوه چورلکه هم رانسکوره شوې، چې چارواکي یې د رانسکورېدو لامل ”تخنیکي ستونزې“ بولي.

له دې سره هممهاله، طالبانو په میدان وردګ کې د کابل-کندهار لویه لار د دولتي کومکي ځواکونو پر مخ تړلې او ملکي وګړو ته یې امر کړی چې د جګړې له امله پر دې لویه لار سفر ونکړي.

په دې ستر برید کې، چې اوس هم دوام لري، د امریکايي-افغان هوايي ځواکونو الوتکې د دولتي ځواکونو په ملاتړ په فضا کې ګرځي، خو د طالبانو پر په نښه کولو نه دي بریالۍ شوې.

ښار ته کومکي ځواکونه رسېدلي او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي. دولتي چارواکي د خپل عادت له مخې د ښار وضعیت ”ارام“ او د دولتي ځواکونو ”په کنټرول کې“ بولي.

لوی ټکي: ۱۳۹۷)پر غزني ښار برید (زمریغزنی
مخکینې مطلب

د دفاع وزارت نوي ویاند رسماً په کار پیل وکړ

بل مطلب

د ټاکنو کمیسیون ۳۵ احتمالي نوماندان له نوملړه ایستلي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    18 شریک شوي
    شریکول 7 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com