دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

غزنی کې د کورنیو طالبانو او د حکومت د بهرنيو ”سلاکارانو“  مرګونې جګړه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 13, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
کابل کې امریکايي ځواکونه - ارشیف

کابل کې امریکايي ځواکونه - ارشیف

1.1k
ځلې شریک شوی
109
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

په غزني کې جګړه څلورمې ورځې ته وغځېده، پنځمې ته هم غځېدونکې ده. د جګړې په پیل کې ځايي پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو لومړی د ښار په ځینو برخو کې يو څه مقاومت وکړ خو وروسته یې د تيښتې لار ونيوله.

دا هم ولولئ

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

 په لومړيو کې چې طالبانو د غزني پر ښار  بريد وکړ، د غزني امنيتي چارواکو ويل چې د طالبانو بريد یې پر شا تمبولی دی. خو کله چې رسنيو د طالبانو لخوا د يو شمېر ښاري ساحو د نيولو خبر ورکړ، دفاع وزارت د غزني د لاسه ورکړو ساحو د بيا نيولو لپاره د ځانګړو کوماندو د لېږد او له طالبانو د نيولو شویو سيمو د بيا ترلاسه کولو سينه وډبوله.

په لومړيو کې راپورونه ورکړل شوي وو چې طالبان د امنيتي پوليسو له وژلو پرته د غزني د نيولو اراده لري، خو چې په غزني کې د تر ١٠٠ زياتو امنيتي پوليسو د وژلو راپورونه خپاره شول او د روغتون د مسئول دا وينا چې نور په روغتون کې د امنيتي پوليسو د درملنې ځای نه لري، دفاع وزارت د امريکايي پوځونو له قوماندان څخه غزني ته د بهرنيو پوځونو د لېږد غوښتنه وکړه.

غزني ته د بهرنيو پوځونو د لېږد او هلته له طالبانو سره په جګړه کې د امريکايي ”سلاکارانو“  او يا د ناټو د پوځونو اخته کېدلو وښودله چې په غزني کې د افغانانو او بهرنيانو تر منځ جګړه روانه ده – طالبان پلي او بهرنيان د هوا له ليارې جګړه پرمخ بيايي. په ښار کې چې له کومو ودانيو لوګي پورته کېږي، دا د بهرنيو هوايي پوځونو د بمبار لوګي دي.

دفاع وزارت وايي چې طالبان د غزني له ښاره پر شا شوي دي، خو د ناټو وياند وايي چې اوس هم د ښار په ځینو برخو کې جګړه روانه ده او طالبان له ښاره وتلي نه دي، د افغان تازه دمو پوځونو او بهرنيو ”سلاکارانو“  په مقابل کې پوره مقاومت کوي.

څلورمياشتې دمخه چې ناټو افغانستان ته د نورو پوځونو د لېږد پرېکړه په بروکسل کې وکړه، ویې ويل چې افغانستان ته د جګړې لپاره نه بلکې د افغان پوځ د روزنې لپاره پوځونه لېږي. خو اوس وليدل شول چې د ناټو په چوکاټ کې د امريکايي پوځونو په شمول بهرني پوځيان په غزني کې په جګړه اخته دي او د طالبانو په مقابل کې جګړه کوي.

په غزني کې د ناټو د هوايي ځواکونو بمبار وښووله چې د طالبانو په مقابل کې افغان ځواکونو د مقامت توان له لاسه ورکړی. د تېر په څېر یې بهرنیو ”سلاکارانو“ د طالبانو د مرکزونو په پلمه پر ولسي او دولتي مرکزونو بمبار وکړ، چې له امله یې روغتون ته تر دېرشو د زياتو ولسي وګړو جسدونه رسول شوي دي.

دفاع وزارت غواړي چې په خپلو اعلاميو سره د خپل مورال-بايللي پوځ مقاومت په رسنيو کې وښيي. وايي، له غزني ښاره مو طالب وسله وال ایستلي، حال دا چې کرۍ شپه په غزني کې جګړه روانه وه او له هوايي بمبار سره سره طالبانو نيولې شوې سيمې له لاسه نه دي ورکړې.

که د ناټو په بمبار سره له غزني ښاره طالبان د ښار د ودانيو د خوندي پاتې کېدا او د ولسي وګړو د ژوند د ژغورنې لپاره ځینې ساحې پرېږدي، بيا هم هغه ادعا چې دفاع وزارت به د خپل پوځ په ډاډ کوله، ويل به یې چې افغان پوځ د خپل هېواد دفاع کولای شي، له منځه ولاړه.. او د پوځي روزنې په نامه ”سلاکاران“ یې جګړې ته راوغوښتل.

اشرف غني زيات وخت بې بنسټه ويناوې کوي، خو کله کله يوه نيمه خبره رښتيا هم وکړي. رښتيا یې دا ده چې شپږ مياشتې دمخه یې په يوه مرکه کې وويل چې د بهرنيانو له ملاتړه بغير يوه اونۍ هم خپل حکومت نه شي ساتلاى.. او هغه خبره یې د غزني په جګړه کې ثابته شوه.

د غزني روغتون د پوځیانو له جسدونو ډک دی. څه جسدونه د ښار په کوڅو او څه په روغتون کې پراته دي. د ناتو وياند خبر ورکړی ؤ چې طالبان به په يوه ورځ کې له غزني باسي، خو دا دی ليدل کېږي چې پر غزني د داخلي طالبانو او بهرنيو ”سلاکارانو“ ترمنځ روانه جګړه څلورمې ورځې ته هم وغځېده او لا روانه ده.

مخکینې مطلب

د پاکستان د پارلمان نويو غړیو لوړه وکړه

بل مطلب

زابل کې طالبانو د کندهار- کابل لویه لاره تړلې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com