(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۲)
د ز ابل امنیه قوماندان غلام جیلاني فرهاد وايي، طالبانو د کلات- کندهار لويه لاره تړلې چې ډير ژر به يې د خلاصون لپاره عمليات پيل شي.
طالبان د يادې لارې بندېدل تاييدوي وايي، د کابل- کندهار لويه لاره د زابل ولایت په شهرصفا،هزارتک ،قلات ښار شاوخوا،نورک، شاحسن خیل، خارجوی اود شاجوی حسن کاریز سیمو کې د ترافیکو پر مخ وتړل شوه .
طالب وياند قاري یوسف احمدي د زابل مرکز خارجوی سيمه کې پر چاودنې د يوه ټانګ د ويجاړېدو او پکې د ناستو عسکرو د وژل کېدو د خبر تر څنګ ويلي چې د يادې لارې په بېلابيلو سيمو کې د لارې بندېدو پر مهال اووه عسکر وژل شوي او د کلات ښار پر کنډک د توغنديو بريدونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزني کې هم له تېرو څلورو ورځو راهيسې د کابل- کندهار لاره تړلې ده، دغه راز غزني ته د کابل، پکتيا، پکتيکا او زابل ولايتونو ټولې لارې د طالبانو له لوري تړل شوي او نن هم په دغه ښار کې جګړه روانه ده.


















