(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۳)
د غزني د ولايتي شورا غړی نصير احمد فقيري وايي، طالبانو د ښار په بېلابېلو سيمو د دولتي کسانو د کورنو پلټنې عمليات پيل کړي دي زياتوي “طالبان دولتي کسان له کورونو باسي او له ځانه سره يې وړي”.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د دفاع وزارت وياند غفور احمد جاويد رسنيو ته ويلي چې امنيتي ځواکونو د ښار په نوي سلنه برخه ولکه ټينګه کړې زياتوي دغه ښار ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او د ښار په تصفيه کولو بوخت دي.
نوموړی وايي، د ښار په ځينو سيمو کې لا هم مزاحمت شته خو د له منځه وړلو لپاره يې عمليات پيل شوي دي.
له بله پلوه طالب وياند ذبيح الله مجاهد په تازه ټويټ کې ليکي: “تیره شپه بیا هم دغزني ښار ټولې پخوا نیول شوي سیمې له مجاهدینو سره وي، دښمن په هيڅ برخه کې سر نه دی پورته کړی، نه کوم پرمختګ لري”.
نوموړي د دولتي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې ګنې د ښار ډيره برخه يې له طالبانو نيولې په وينا يې: “په رسنیو کې چې څه غلط معلومات د ازادۍ رادیو او نورو اشغال پلوه رسنیو څخه آورئ هغه ټول پروپاګند دی، اعتنا مه ورته کوۍ”.
نن پنځمه ورځ ده چې په غزني ښار کې د طالبانو جګړه روانه ده او په وينا يې تر دې دمه په دغه عملياتو کې “د دښمن د تلفاتو ابتدايي شمیر ۲۶۶ تنو وژل شوو او له ۱۷۸ پورې ټپيانوته رسیدلی دی” زياتوي د عملياتو له پيله تر دې دمه يواځې شپاړلس تنه طالبان وژل شوي او يوويشت تنه نور ټپيان دي.


















