ارګ: ژر به د اوربند په اړه پریکړه اعلان شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۷)
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ يا ارګ وايي، د نوي اوربند د اعلان په اړه مشورتي ناستې روانې دي او ډير ژر به په لور اختر کې د اروبند په اړه پريکړه وشي.
تر اوسه معلومه نه ده چې حکومت به د څو ورځو لپاره اوربند اعلانوي خو د ولسمشر د دفتر د مرستيال هارون چخانسوري په وينا، له دغه خبرو اترو او مشورتي ناستو وروسته به ولسمشر غني د اوربند په اړه د حکومت وروستۍ پریکړه اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د سولې شور مشر کريم خليلي هم له حکومتي چارواکو او د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې د لوی اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي.
طالبانو د تېر اختر په درې لومړيو ورځو کې اوربند اعلان کړی و خو تر اوسه يې د لوی اختر د اوربند په تړاو څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې ځينو طالب سرچينو رسنيو ته ويلي و چې ښاريي طالبان په لوی اختر کې د اوو ورځو لپاره اوربند وکړي.



