پاکستان پوځ د غزني جګړې د ټپيانو په اړه د غني ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۷)

ولسمشر غني تېره ورځ غزني ته د خپل سفر پر مهال تور پورې کړ چې پاکستان په خپلو روغتونونو کې د هغه کسانو درملنه کوي چې د غزني په جګړې کې ټپيان شوي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د غزني جګړې ته ډيری پاکستانيان له هغې غاړي راغلي او د پاکستان د پوځ مشر باجوه ته يې په خطاب کې وويل چې په خپله کړې ژمنه ودريږي، په دې اړه دې سپيناوی وکړي.

نن د شنبې په ورځ د پاکستان پوځ د ولسمشر غني خبرو ته غبرګون ښودلی او د نوموړي هغه ادعا يې رد کړې چې کومې يې د غزني د جګړې او په پاکستان کې د دغه جګړې د ټپيانو د درملنې په تړاو کړې وې.

د پاکستان د پوځ په اعلاميه کې راغلي، چې هېواد يې هيڅکله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ او مرسته نه کوي.

د اعلاميې له مخې، د دغه هېواد د پوځ مشر قمر باجوه ويلي په افغانستان کې ډيری پاکستانيان په سوداګرۍ او نورو کارونو بوخت دي چې وخت ناوخت د جګړو او چاودنو قرباني کېږي زياتوي چې ” د دغو کسانو ترهګر بلل د خواشينۍ خبره ده”.

نوموړي ويلي چې د طالبانو د تحريک ځينې ډلې په افغانستان کې شته چې  ټپيان يې د درملنې لپاره د افغانستان د اتباعو په نوم راوړل کېږي، دغه راز ډير افغان کډوال او د هغوی خپلوان هم پاکستان ته د درملنې لپاره راوړل کېږي.

نوموړي” د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان” پر پلي کېدو ټينګار کړی او په وينا يې پاکستان د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې لامل کېږي.

دغه راز شاوخوا درې ورځې مخکې د طالبانو وياند هم د چارواکو هغه ادعا رد کړې وه چې ګنې د غزني په جګړه کې د پاکستانيانو په ګډون د نورو هېوادونو وسله والو برخه لرله.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و چې ” مزدور دښمن په غزني کې له خپل شکست او فضاحت څخه د عامه ذهنیت اړولو لپاره ادعا کوي چې ګنې دغزني په جګړه کې د پاکستانیانو په شمول بهرني اتباع شامل و”.

د مجاهد په وينا، مقابل لوري چارواکو يې ” کندز او فراه ولایتونو د فتحې په مهال هم په ورته ډول پروپاګند او بې اسناده تبلیغات خپاره کړي و”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button