(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳۰)
د کابل ښار د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه سيمه په داسې حال کې بریدونه شوي چې دغلته د اختر مراسم روان و.
ويل کېږي، دغه راکټونه د ولسمشر غني د وينا سره سم د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په شاوخوا سيمو کې ولګېدل.
د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت ستانکزی وايي، یو توغندی د دوهمې حوزې اړوند اماني ليسې ته څېرمې سيمې څخه توغول شوی چې په اړه يې پلټنې روانې دي.
عيني شاهدان وايي، د پېښې ځای ته نږدې شاوخوا پنځه راکټونه لګېدلي دي.
يوې سرچينې طلوع نيوز ته ويلي، وسله والو د عيدګاه مسجد ته څېرمه له ډاينا موټر څخه په استفادې د ولسمشرۍ د وينا پر مهال د اختريزو مراسمو پر غونډه د راکټونو بريدونه وکړل.
د سرچينې په وينا، په سيمه کې د وسله والو او پوليسو تر منځ نښته روانه ده.
يوې بلې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د وسله والو بريدګرو شمير درې تنه دی او د عیدګاه مسجد ته څېرمه يوې نږدې ودانۍ ته ختلي او له هغې ځايه يې پر غونډې د راکټونو بریدونه پيل کړي دي.
کابل بريد جزيات:
که څه هم د کورنيو چارو وزات وياند نجيب دانش په لومړنيو معلوماتو وويل چې بریدکوونکي درې کسان دي او د امنيتي ځواکونو سره په نښته کې له منځه تللي خو د پېښې ځای ته نږدې سرچينې د بریدګرو شمير شپږ تنه ښيي.
د دانش په وينا، د بريدګرو له لوري په لومړيو کې څو راکټونه د کابل ښار دوهمې، لسمې او شپاړلسمې حوزې په مربوطاتو کې ولګېدل.
تازه د لومړۍ امنیتي حوزې اوسېدونکي او عیني شاهدان وایي عیدګاه جومات ته څېرمه اوس هم له بریدګرو سره نښته روانه ده.
د لومړۍ امنیتي حوزې امر محمد رحیم غرني بي بي سي ته وویل، بریدګر د لومړۍ ناحیې اړوند د “کب پلورنې” په یوه سرای کې ځای پر ځای شوي وو چې د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
طالبانو د کابل د ننې ورځې برید کې لاس لرل رد کړي او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکي: “د کابل د نن ورځې بریدونه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري”.
لا هم په دغه بريدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي رسنيز شوي.
تر اوسه د دغه بريد مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.


















