یو تن له ۴۰۰ جعلي تذکرو سره یوځای نیول شوی
(کابل تکی کام ۱۳۹۷ وږی ۴)
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې نن یې په پلازمینه کابل کې ۴۰۰ تذکرې له قاچاق کونکي سره یوځای نیولې.
وزارت وایي، یاد شخص د پل چرخي له دروازې څخه د تلاشي پرمهال نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، څیړنې یې پیل کړې څو معلومه کړې چې یاد شخص چیرته او د چا په مرسته تذکرې انتقالولې.
دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو پارلماني ټاکنو ته کم وخت پاتې او ګوندونو پکې د حکومتي چارواکو له ممکنه لاس وهنې څخه اندیښنه ښوودلې



