خالق یار احمدزی
د ګډحکومت تر راتګ وروسته کله چې حنیف اتمر د امنیت شورا د مشر او د ولسمشر غني استخباراتي سلاکار وټاکل شو، پر نوموړي د تورونو او اتهاماتو دروازه پرانیستل شوه.
که څه هم نوموړي د پخواني ولسمشر د واکمنۍ پر مهال مهمې دندې سرته رسولې وې، خو هغه مهال یې په دومره خلاص لاس کوم څه نه شو تر سره کولی.
په تیرو ۳ کلونو کې پر نوموړي حکومتي او غیر حکومتي چارواکو ګڼ تورونه لګولي چې ډیری یې د سند او ثبوت سره یوځای و.
د ظاهر قدیر تور:
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر د ۱۳۹۴ کال د قوس په دوهمه نیټه پر حنیف اتمر تور ولګاو، چې د داعش په تمویل او تجهیز کې فعاله ونډه لري او زیاته یې کړه “ اسناد لرم چې د داعش د لومړیو کرښو مشران په کابل کې سفارت په سفارت چکرې وهي او د ولسمشر د سلاکار له ملاتړ نه برخمن دي“
نوموړي وویل، د امنیت شورا مشر(حنیف اتمر) جمهوررئیس ته د مشورې ورکړلو پرځای د ترهګرو په پاللو بوخت دی، په ننګرهار کې داعشیان په دولتي موټرو کې تګ راتګ لري، نه خپله د داعش مخنیوی کوي او نه پاڅوانوال پریږدي چې داعش ډله وځپي.
نوموړي د هغه کال د قوس پر ۱۱ ټینګار وکړ چې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره اسناد په لاس کې لري “ که مې دا اسناد بربنډ کړل، حکومت سقوط کوي“
د کریم متین ادعا
د ۱۳۹۴ کال په لومړیو کې د پکتیکا والي کریم متین ادعا وکړه چې اسناد لري د ملي امنیت شورا د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې د داعشیانو له کورنیو سره ۲۰۰ زره ډالر مرسته کړې ، افغان دولت د متین د دې ادعا د څیړلو لپاره یوپلاوی وټاکه خو د ادعا مطابق شواهد او مدارک یې ونه موندل، چې په نتیجه کې یې متین له دندې ګوښه شو، خو څه وخت وروسته بیا د غزنی د والي په توګه وګمارل شو.
نوموړي تر دې ادعا وړاندې ویلی و، چې هره ورځ د ډیورند کرښې له آخوا څخه لسګونه زرهي موټر له پراخو امکاناتو سره یوځای له دې ولایت نه تیریږي، خو د امنیت شورا یې پر وړاندې د کوم اقدام اجازه نه ورکوي.
پر دوستم د کمین وهلو او دهغه د ترور تور:
تیرکال د ثورپه میاشت کې کله چې دوستم د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ په چهارشنبه سیمه کې د طالبانو له خوا محاصره شو، او نوموړي ته نږدې لوړپوړي امنیتي کسان په کې ووژل شول، دوستم دا کار د امنیت شورا د مشر حنیف اتمر او معصوم ستانکزي توطیه وبلله او ستانکزی ته یې د طالب خطاب وکړ.
نوموړي دغه راز وویل، چې که حکومت اجازه ورکړی وای کندوز سقوط نه کاوو او داکار یې هم د امنیت شورا ته منسوباوو.
کله چې ایشجي ادعا وکړه چې دوستم ورسره په زور جنسي اړیکې نیولې، د دوستم دفتر وویل چې د امنیت شورا یې د شخصیت وژنې دسیسه جوړه کړې.
د داعش دوهم نوم د امنیت شورا دی:
کله چې تیرکال د روښنایي غورځنګ پر لاریونوالو موټربم بریدونه وشول او داعش یې پړه ومنله ، د ولسي جرګې غړي احمد بهزاد علناً د پارلمان په غونډه کې وویل چې دا بریدونه د اتمر او ستانکزي له خوا پلان شوي و.
نوموړی وویل، د اسد د دوهمې نیټې په فاجعه کې هغه بریدګر هم شتون درلود چې د ملي امنیت له زندانه څو ورځې وړاندې خوشې شوی و.
پر وزیر اکبرخان سیمه د راکیټونو برید ، پر لاریونوالو د پولیسو ډزې او د ایزیدیار د ځوی په جنازه کې سرتیری برید چې داعش یې پړه ومنله، د دې ټولو مسؤلیت د امنیت شورا پر مشر ور پریوت او د جمعیت ډلې په پریکنده توګه د حنیف اتمر د استعفا غوښتنه وکړه.
وروستۍ هڅې:
په جوزجان کې د طالبانو له خوا د داعشيانو محاصره او د حکومت له خوا یې په چورلکو کې د خلاصون هڅه، دغه راز هغوی سره د قدرمنو میلمنو په حیث چلند کول او د هغوی خوشې کول او تر څنګ یې د داعش هوایي او ځمکنی ملاتړ هغه څه و، چې تر ډیره یې پړه د ملي امنیت د شورا پر مشر حنیف اتمر ور اچول کیدله.

















