دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

’د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر ووژل شو‘

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 26, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
189
ځلې شریک شوی
147
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل.کام – د وږي ۴مه، ۱۳۹۷:

امریکايي او افغان چارواکي وايي چې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.

دا هم ولولئ

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ویلي، د داعش مشر تېره شپه د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې له خپلو لسو ملګرو سره یو ځای د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډ هوايي بريد کې ووژل شو.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو یوه ویاند، مارټین اوډونیل، هم فاکس نیوز ته د افغان چارواکو له خولې ویلي چې افغانستان کې د داعش مشر وژل شوی دی.

افغان چارواکو رسنیو ته د داعش د دې وژل شوي مشر درې بېل نومونه یاد کړي: ابو سعید اورکزی، ابو سعد اورکزی او ابو سعد ارهابي.

داعش ډلې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکايي چارواکي پخپله باوري نه دي چې ګوندې د داعش دا مشر دې وژل شوی وي، او افغان چارواکي هم وخت ناوخت د وسله والو د مشرانو د مرګ په اړه غیریقیني څرګندونې کوي، چې وروسته دروغ ثابتې شوې دي.

حکومت ادعا کوي چې دا په افغانستان کې د داعش (اسلامي دولت) ډلې څلورم مشر دی چې وژل کېږي.

په افغانستان کې د داعش دا مشر داسې مهال وژل کېږي چې طالبانو تېره میاشت (د زمري په ۹مه / ۳۱ جولای)، په جوزجان ولایت کې د دې ډلې جنګیالیو ته په ماتې ورکولو سره د هېواد شمال له دې ډلې پاک کړ، او په ننګرهار ولایت کې یې هم د دې ډلې پر خلاف پراخ عملیات پیل کړي دي.

په جوزجان کې د داعش پر ضد عملیات د طالبانو ځانګړو قطعو پر مخ بېول. په دې عملیاتو کې، د طالبانو په خبره، ۹۲ داعش جنګیالي ووژل شول، ۵۱ ټپیان شول او ۱۲۸ نور طالبانو ژوندي ونیول. په دې ۲۴ ورځنیو عملیاتو کې ۱۷ طالبان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

خو د جګړې په وروستیو شېبو کې، افغان ځواکونو په جوزجان کې د داعش ډلې د عمومي مسؤل حبیب الرحمن رهبر، د هغه د مرستیال مفتي نعمت، او جوزجان کې د دې ډلې د ارتباطاتو د مسئول داملا صبغت الله په ګډون نږدې ۱۵۸ داعشیان او د هغوی کورنۍ له سیمې وایستل او وروسته یې په دولتي مېلمستونونو کې مېشت کړل.

په جوزجان کې د دې ډلې تر ماتولو وروسته، اوس طالبان هڅه کوي چې د هېواد ختیځ کې د داعش اصلي ځاله، ننګرهار ولایت، هم له دې ډلې پاک کړي، او په دې موخه یې په دې ولایت کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

طالبان وايي، د دې عملیاتو پر مهال امریکایي الوتکې د داعش پر ضد د جنګېدونکو طالبانو پر لومړیو کرښو بمبار کوي.

د سیمې اوسېدونکي هم تاییدوي چې الوتکې په پرلپسې توګه له داعش سره پر جنګېدونکو طالبانو بمبار کوي.

یوه اوسېدونکي کابل.کام ته ویلي چې په تېره يوه اوونۍ کې بې پيلوټه الوتکو تر شل ځله زیات هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د طالبانو جنګیالیو ته زیان اوښتی او د داعش پر ضد یې د طالبانو د پرمختګ مخه په ټپه نیولې ده.

پر افغان حکومت او امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د داعش د ملاتړ تورونه لګول کېږي، خو دوی تل دا تورونه رد کړي او وايي چې د دې او نورو نړیوالو او سیمه ییزو ”ترهګرو ډلو“ پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

مخکینې مطلب

فاریاب چارواکي: که طالبانو مو پر کاروان برید وکړ،شاوخوا ټول ولسي میشت ځایونه بمباروو

بل مطلب

د الوتونکو ګاډو جوړولو کې له جاپان سره د اوبر او ایربس همکاري

ځانګړي مطالب

خبرونه

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com