سعودي عربستان : روغتون کې د اور لګېدنې له امله ۱۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سعودي عربستان (کابل ټکی کام پنجشنبه، مرغومي ۳مه، ۱۳۹۴ل) :

 تېره شپه شاو خوا دوه نيمې بجې د سعودي عربستان په یوه روغتون کې اور لګېدلی چې له امله يې ۲۵ تنه  مړه او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي  دي .

دغه روغتون د سعودي عربستان په جیزان سیمه کې موقعیت لري چې تېره شپه په کې اور لګېدلی .

د سعودي امنیتي چارواکو ویلي دي، چې لومړی اور د روغتون په لومړي پوړ کې لګېدلی او بیا  د روغتون نورو برخو ته يې سرایت کړی دی .

چارواکو  په وینا دغه اور په پیل کې ټيز وه خو د اور وژنې اداره پدې وتوانېدله چې مخه يې ونیسي او اور ووژني .

په ۱۲۵ تنو مړو او ژوبلو کې ډاکټران، ښځې او ماشومان هم  شامل دي .

تردې د اور لګېدنې لامل نه ده څرګند شوی خو پلټنې روانې دي ترڅو معلومه کړې چې د او د لګېدو اصلي سبب څه وه .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button