کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د فلسطين د القدس ښار په باب الخليل سيمه کې د دوه فلسطيني ځوانانونو په يوه بريد کې ۳ اسرائيليان په چړو وهل شوي، چې دوه يې وژل شوي او يو بل ټپي دی.
پوليس وايي، شايد يو تن د پوليس له امله په خطا کې په ډزو هم ويشتل شوی وي.
له پېښې وروسته اسرائيلي پوځيانو پر دوه فلسطيني ځوانانو ډزې کړي او دواړه يې وژلي، پوليسو دا دواړه د پېښې عاملين بللي دي.
په همدې وخت کې د القدس شمال لور ته د قلنديا کمپ ملي کمېټې ويلي، چې بريدګر دوه ځوانان عيسی ياسين عساف او عنان محمد ابو حبسه نومېږي، چې د همدې کمپ دي.
د دواړو بريدګرو عمرونه ۲۱ کاله ښودل شوي دي او پخوا يې د اسرائيلو په بنديخانو کې بند هم تېر کړی دی.
















