یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

پاپ ايله اوس په کليساګانو کې د ماشومانو پر جنسي زورونه اعتراف وکړ

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اگست 27, 2018
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ, نړۍ
0
157
ځلې شریک شوی
243
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: الماس خدرخېل—

د نړۍ په کليساګانو کې له تيرو ډيرو کلونو راهيسې د ماشومانو د جنسي زورونې لړۍ روانه ده چې وخت پر وخت پرې راپورونه ورکول شي خو د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ دویم فرانسيس په لومړي ځل اعتراف کوي چې په کليساګانو کې پر ماشومانو جنسي تيري شوي.

دا هم ولولئ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

له تيرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې  وار وار په کليساګانو کې د ماشومانو د جنسي زورونې راپورونه ورکول شوي خو د ۲۰۱۲په جنوري کې په لومړي ځل يو الماني مذهبي مشر اندریاس ومنله چې د ۲۰۰۴کال راهيسې يې په درې ماشومانو چې عمرونه يې د نهه او پنځلس کلونو پورې و ۲۸۰ وارې جنسي تيری کړی دی.

نوموړي ويلي، دغه کار به يې ډيری وخت د رخصتيو پر وخت کاوه.

په دغه هېواد کې د کاتوليکي کليسا پر کشيشانو د دغه ناوړه عمل سلګونه دوسيې ثبت شوي او ډيری خلک دې ته اړ شوي چې کليساګانو ته له ورتلو لاس په سر شي.

دغه راز په ۲۰۱۳م کال کې د استراليا په ويکتوريا ايالت د کليساګانو يوه مشر “ملبورن دينيس هارټ” پر دې اعتراف وکړ چې د دغه ایالت د کليساګانو مشرانو په تر شپږ سوو ډيرو ماشومانو جنسي تېري کړي دي.

خو د ماشومانو د حقونو ځينې مدافعين او فعالين بیا وايي، شايد د هغو ماشومانو شمېر تر ۱۰ زرو واوړي، چې د کليساګانو مشرانو پرې جنسي تېري کړي دي.

کليسا پخپل يوه راپور کې ويلي چې پرماشومانو د جسني تېري د ۶۲۰ پېښو نېټه تېر ۸۰ کاله ښودل شوي، چې دقيقه نېټه يې د تېرې پېړۍ د شپېتمې او اتيايمې لسيزو ترمنځ ښودل شوې ده.

همدارنګه د روان کال د اګست په پنځلسمه نیټه د امريکا متحده ايالاتو په پنسلوانيا ايالت کې پلټونکو په کاتوليکي کليساګانو کې د ماشومانو څخه د پراخې ناوړه جنسي استفادې او تیريو د پټ ساتلو په اړه ټکان ورکوونکي جزيات ښکاره کړي دي.

د پنسلوانيا عمومي څارنوال جان شاپيرو په يوه تازه راپور کې ويلي، چې د دغه ايالت په تر درې سوو زياتو کاتوليکي کليساوو کې پادريانو “مذهبي مشرانو” په ماشومانو جنسي تيري کړي دي.

جان شاپيرو وايي: “په دغه جرم د ککړو کشيشانو ليست اوږد دی په وينا يې تر اوسه ټول نه دي پيژندل شوي” زیاتوي ښايي دا شميره تر دې لوړه وي ځکه چې ډيری ماشومانو کیدی شي له ډاره چاته څه نه وي ويلي او د زياتو نورو قضيې لا هم نه دي په ډاګه شوي.

راپور زياتوي، دا تيري له تيرو څو لسيزو راهيسې شوي او څېړنه يواځې د دغه ایالت د کليساګانو د نفوذ لاندې په شپږو حوزو کې ترسره شوې، د شاپيرو په وينا:”عيسوي کشیشانو پر کوچنيو نجونو او هلکانو جنسي تيري کړي خو مسوولينو هيڅ هم نه دي کړي، دا هر څه یې پټ ساتلي او کليساګانو هڅه کړې په هر ه بيه خپل تاسيسات وساتي”.

په څېړنو کې ښودل شوې چې دوه مذهبي مشرانو په تيرو لسو کلونو کې په هغو هلکانو او نجونو جنسي تيري کړي چې عمرونه يې لا بلوغ ته نه و رسېدلي، په يوه قضيه کې ويل شوي چې مذهبي مشر به هلکان د “سرطان” د يوې معاينې په پلمه د خپل هوس ښکار کول.

شاپيرو وايي، راپور د عیني شاهدانو او کليساګانو د يونيم ميليون اسنادو پر بنسټ چمتو شوی چې د کليساو چارواکو په خپلو ارشيفونو کې ساتلي وه.

نوموړی زياتوي، د کلیساګانو لوړپوړي استازي هم شامل دي چې ډيرو يې د خپلو نومونو د پټ ساتلو پر وړاندې کلک مقاومت وکړ او راپور تر ډيره ځنډول شوی و.

په کليساګانو کې له دومره تیريو وروسته د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس ايله اوس د کشیشانو له خوا پر ماشومانو په جنسيو تيریو اعتراف وکړ او په ايرلنډ کې يې د خبرو پر مهال وويل: چې د مذهبي مشرانو له خوا په يادو کړنو د شرم احساس کوي او پر دې تاسف کوي چې نورو مذهبي مشرانو هم پرې پردې اچولي.

هغه وايي، په ايرلنډ کې پر ماشومانو پر جنسيو تيریو يواځې دومره کولی شو چې پرې اعتراف وکړو او زیاته يې کړه ده تيري د هغه چا له خوا شوي چې د دوی د مذهبي مشران و او د هغوی د روزنې دنده يې په غاړه لرله.

په عين حال کې انډيپنډينټ ورځپاڼې ته د واتيکان يوه پخواني چارواکي ويلي چې پاپ فرانسيس دې ځکه استعفا ورکړي چې د پادريانو او نورو مذهبي مشرانو له خوا پر ماشومانو د جنسي ځورنې پېښې له پامه غورځولي دي.

يواځې دا نه پورتني راپورونه ورکول شوي او د کليساګانو ناوړه څېره بربنډوي بلکې د نړۍ په نورو برخو کې هم د کليسا واکمنان او پالونکو داسې کړنې کړي چې انسانيت يې د شرم احساس کوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

مسلمانان په دې باور دي چې عیسويت تحريف شوی او نه يواځې دا چې د خلکو ستونزې حل کولای نه شي بلکې بشريت ته يې لا ډيرې ستونزې راولاړې کړي چې پورتنۍ يې څو بېلګې دي.

مخکینې مطلب

کرکټ: افغانستان او ايرلنډ نن لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه کوي

بل مطلب

فاریاب: د والي ګواښ د طالبانو د برید مخه ډب نه کړه

ځانګړي مطالب

افغانستان

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com