(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۵)
د پلازمینې امنیتي چارواکي وایي، نن سهار شپږ بجې وسلوالو موټر شیکل سپرو د هوایي ځواک دوه پیلوټان ویشتلي او ځای پرځای یې وژلي.
د ۱۰۱ آسمایي زون د قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي رسنیو ته ویلي، پیښه د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د خواجه بغرا سیمه کې رامنځته شوې ،چې دواړه پیلوټان وژل شوي خو نور چاته زیان نه دی اوښتی.
نوموړي وویل، وژل شوي کسان د دفاع وزارت د هوایي ځواک برحاله پیلوټان و.
خو د دفاع وزارت يوې سرچينې رسنیو ته ویلي چې له وژل شويو کسانو څخه يو پيلوټ او بل يې د الوتکو د تخنيک انجنير دى.
د امنیې قوماندانۍ وایي، د پیښې عاملین تر برید وروسته له سیمې په تیښته بریالي شوي، خو د موندلو لپاره یې پلټنې پیل روانې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

















