چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دفاع

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 30, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
0
580
ځلې شریک شوی
330
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مولوي فضل ربي (کوه صافي وال)

د انسانیت بخت هغه ورځ ویښ شو چې رسول الله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دنیا ته تشریف راوړو او الله تعالی په دنیا باندې دا احسان وکولو چې دا لویه هستي یې ورته را ولېږله .

دا هم ولولئ

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د ډېرو کسانو د هدایت سبب شو .

 ډېر کسان یې له اور نه په راتلو باندې خلاص شول .

 پداسې حالت کې چې په دنیا کې د جهالت تیاره را خپره شوې وه رسول الله صلی الله علیه وسلم دنیا ته راغلو هغه تیاره یې په راتلو سره له دنیا پورته شوه .

 د هدایت لمر را وخوت .

 هرچا ته سمه لاره ښکاره شوه  چې دا حالت د شیطان لپاره د زغم وړ نه وو نو له هغه ورځې یې په هر ډول او هر ممکن کوښښ د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقابله شروع کړه ، ټول انسي او جني شیطانان په کار شول چې ددې مبارک دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقابله وکوي هغه سلسله تر اوسه پورې روانه ده لکن د الله تعالی فضل او کرم دی چې دوی څه کولی نشي.

نه خو کوم اسلامي حکم بدلولی شي او نه د الله تعالی کتاب د زمکې له مخ نه ورکولی شي او نه داسې کولی شي چې ټول خلک لدې مبارک دین څخه په زور یا زر سره واړوي د الله تعالی د کتاب د نازلولو نه وروسته ددوی له مردارو منګولو  او فریبونو څخه د ساتلو وعده الله تعالی پخپله کړې چې فرمایلي یې دي : إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (9) . سورة الحجر

ترجمه : بېشکه مونږ پخپله نازل کړی دی ذکر (پند قرآن) او بېشکه چې مونږ د ده خامخا ساتونکي یو (له تزئید، تنقیص او نورې لاس وهنې او دښمنانو له فریبونو نه) .

پداسې حال کې چې د یهودو او نصاراوو هغه کتابونه چې دوی ورته د مقدسو کتابونو په نظر ګوري او نومونه ورباندې د اسماني کتابونو پاتې دي او ډېر داسې شیان دي چې په هغو اسماني کتابونو کې وو او د دوی په اوسنیو کتابونو کې نشته دوی ورڅخه لرې کړي دی او ډېر داسې شیان دي چې د دوی په اسماني کتابونو کې نازل نه وو لکن دوی پکې ور ځای کړی دی او د اسماني کتاب نوم ورباندې ایږدي هماغه کتابونو ته یې مسلمانان د احترام په نظر ګوري.

 نه چا وښوده چې مسلمانانو انجیل ، تورات یا بایبل ته اور اچولی.

 نه چا ثابته کړه چې کوم مسلمان د هغه په ګندګیو کې غورځولی وي .

همدارنګه مسلمانان د ټولو پیغمبرانو قدر کوي ، په درنده سترګه ورته ګوري  ځکه دا د اسلام هدایت دی او اسلام د انسانیت دین دی .

او اسلام یو دین دی چې خپلو پیروانو ته یې ادب ور ښودلی دی ، انسانیت یې ور په برخه کړی دی.

او د دوی له لوري په ګوانتامو کې ، په ابو غریب بندیخانه کي ، په باګرام کې او په مختلفو نورو ځایونو کې چې تر حساب زیات دی په څو ځله د قران کریم توهین وشو ، وسوزول شو ، په ګندګیو کې وغورځول شو ، تر پښو لاندې شو عکسونه یې خپاره شول ، په مرمیو ویشتل کیږي ویډیو یې خپره شوه ،  مقدس کلمات په حیواناتو ولیکل شول او عکسونه خپاره شول ، په پایزارونو او نورو شیانو باندې اسلامی مقدس کلمات ولیکل شول او داسې نور … ددې ټولو په ځواب کې بس (انا لله و انا الیه راجعون)  دا ټول ددې لپاره چې دوی انسانیت نلري بلکه ځناور دا د اسلام حقانیت ، دا د دوی د هر فریب په بدل کې د اسلام ټینګوالی او هېڅ تاثر نه قبلول له دوی څخه نه برداشت کیږي .

د همدې مردارې لړۍ کړۍ دي چې وخت په وخت خپریږي چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهین په فلم سره کوي ، کله یې په کریکاتور سره کوي ، او دا ځل یې اراده کړې ده چې په کارتون سره یې وکوي ، دا هغه وخت دی چې الله تعالی ما او تا او زما او تا نه چې کوم مشران دي او هغه چې کشران دی ، هغه کسان چې د قلم خاوندان دي ، هغه کسان چې د ټوپک مالکان دی ، هغه کسان چې خبرې کولی شي او هغه کسان چې لیکل کولی شي ټول پدې امتحان کوي چې اوس څومره قرباني ورکولی شو؟  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عزت نه په څه ډول دفاع کولی شو؟

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوندی وو او څه خبره به راغله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند او عزت ته به پکې خطر وو  نو صحابه کرام به زر را ټول شول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره به یې بیعت وکولو چې مونږ درسره په سر او مال تر مرګه مرګه ولاړ یو لکه په تاریخ کې بیعت سقیفه او بیعت عقبة  هلته صحابه کرامو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ښه حالت او بد حالت دواړو کې ټینګ بیعت وکولو چې دده ملاتړي به وي  نن که مونږ داسې حالت وینو چې یو څو پوچ مغزه ، بې منطقه ، احمقه ، رذیله کفارو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهین لپاره ملاتړلې ده راځه چې زه او ته هم خپل سره ګرېوان ته ښکته کړو او خپل بیعت له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تازه کړو چې که خلک څومره دده د توهین کوښښ کوي زه او ته به همدومره د هغه په سنتو باندې ټینګیږو ، که مو قلم په لاس کې وي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پاره به خپل قلم وچلوو  لږ تر لږه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سنت به ولیکو او نشر به یې کړو ، د هغه مبارک له سیرت نه به د هغه مبارک د نیکو اخلاقو نمونې نشر کړو او خلکو ته به ښکاره کړو چې هغه هستې د توهین قابله نه بلکه د عزت او وقار قابله هستي وه ، که مونږ شاعران وو نو د شعر په هنر به یې ستاینه وکوو ، هغه کسان چې مشران دي هغوی د خپله مشري استعمال کړي او ددې انسانیت دښمنانو ته د په خپله ژبه اعتراض وکوي داسې پدې توګه چې په دنیا کې څومره مسلمانان دي که ټول ددې شینع عمل په مقابل کې خپل نفرت ښکاره کړي نو که بیا دوی هرڅو د توهین کوښښ وکوي دوی ته به هېڅ فایده ونه کوي .

الله تعالی فرمایی : إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ (36). سورة الانفال

ترجمه : بېشکه هغه کسان چې کافران شوي دي لګوی دوی مالونه خپل د پاره ددې چې منع کړي دوی (خلق) له لارې د الله تعالی څخه نو زر ده چې نور به هم ولګوي دغه مالونه بیا به شي (دغه د مالونو لګول) پر دوی یو حسرت (چې مال یې ځي او مطلب یې نه حاصلیږي) بیا به په آخرت کې مغلوب شي او هغه کسان چې کافران شوي دي (او په کفر کې مړه شي)  دوزخ ته به بېول کیږي .

نو هر ډول ذلت او رسوایی بالآخره د کفارو په برخه ده مسلمانان باید د هغوی په ضد ، د شیطان په ضد نور هم ډېر کوښښ وکوي چې خپل ژوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاره باندې برابر کړي ، د هغه طریقې را ټینګې کړي او څومره یې چې په وس کې وي د کفارو له کړو وړو څخه نفرت ښکاره کړي .

که اوس هغه وخت نه دی چې زه او ته لاړ شو او د همدې کسانو سره په توره مخامخ شو ، که اوس لما او تا سره د اعلام او نشر هغه وسايل نشته کوم چې له هغوی سره دي ، که زه او ته هغه ډول اسباب نلرو چې هغوی یې لري نو دا باید ددې باعث نشي چې مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهین په مقابل کې داسې پاتې شو لکه دا موضوع چې هېڅ تر مونږ پورې تړاو نلري بلکه مونږ باید ددې خبرې درد زړه ته واچوو او داسې یې وانګیرو لکه دا چې بعینه زمونږ په عزت تعرض وي او تر دومره حده پورې یې تر خپلې وسې په غندنه کې کوښښ وکوو لکه څوک چې د خپل عزت نه څنګه په جذباتو سره دفاع کوي او بالآخره مې  د ټولو کفارو په حق کې د حضرت نوح علیه السلام دعاء خوښه ده چې فرمایل یې :

اې ربه زما مه پرېږده !  پر زمکه باندې له کافرانو څخه هېڅ اوسېدونکی (یا ګرځېدونکی او ټول هلاک کړه) بېشکه ته که چېرې پرېږدې دوی نو ګمراهان به کړي دوی (مؤمنان) بندګان ستا او نه زېږوي دوی مګر خو فاجر  نا شکره بد کاره له حقه منکره . آمین

مخکینې مطلب

ایران یو ځل بیا د خلیج د نفطو د صادراتو د بندولو ګواښ وکړ

بل مطلب

د نبي علیه السلام د کارټونونو ګستاخانه سیالي لغوه شوه

ځانګړي مطالب

خبرونه

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com