هرات کې د ترکیې قونسلګرۍ د ویزو ورکړې بهیر پیل کړ

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۹مه)
په هرات کې د ترکیې قونسلګرۍ په رسمي توګه د افغانانو لپاره د ویزو ورکړې بهیر پیل کړی دی.
د قونسلګرۍ مسؤلینو د ترکیې جمهوریت د ۱۰۳مې کلیزې په مراسمو کې ویلي، چې د قونسلي خدمتونو د څانګې په فعالېدو سره به افغانان وکولای شي په هرات کې د ویزو اړوند خدمتونه ترلاسه کړي.
د ترکیې سرقونسل تزجان قاضي اوغلو ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د افغان سوداګرو ترکیې ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي همداراز ویلي، چې هڅې روانې دي څو ترکي پانګهوال هرات ته سفر وکړي او د دغه ولایت اقتصادي ظرفیتونه وڅېړي.



