د ۲ میلیارده او ۸۷۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا شپږ پروژې منظورې شوې

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۹مه)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د ۲ میلیارده او ۸۷۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا شپږ پروژې منظورې شوې دي.

په دغو پروژو کې د ننګرهار د حصار شاهي سب‌سټېشن د ۲۲۰ کیلوولټ لین پراختیا، د جوزجان د یتیم‌تاق ګازو فابریکې لپاره د ۴۰ مېګاولټ امپیره سب‌سټېشن جوړول، له اندخوی څخه تر میمنې پورې د ۱۳۹.۲ کیلومتره ۲۲۰ کیلوولټ لین غځول، د میمنې او اندخوی سب‌سټېشنونو جوړول او پراختیا، د SDH او PABX سیسټمونو لپاره د تجهیزاتو پېرل او د ارغندي ـ غزني له ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي لین څخه د میدان وردګو تر پلان شوي سب‌سټېشن پورې د ۹.۳ کیلومتره لین غځول شامل دي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو تمویل د افغانستان برېښنا شرکت پر غاړه دی او د پلي کېدو په پایله کې به د برېښنا د لېږد او وېش ظرفیت لوړ او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا رسولو اسانتیاوې پراخې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button